CRI Online

په چين کې د صربيا سفير: د هنګري او صربيا ترمنځ اوسپنيزه لار مهم ارزښت لري

cri     (GMT+08:00) 2016-06-15 15:00:32


په دې وروستيو ورځو کې په چين کې صربيا سفير ميلان بچيوچ د چين نړيوالې راډو له خبريال سره د مرکې په ترڅ کې وويل، چې د صربيا او چين ترمنځ اوسنې ښې اړيکې بې سارې دي، صربيا ته د رئيس شي جين پينګ د راتلونکي سفر له امله به په بېلا بېلو ساحو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې لا لوړې کچې ته ورسول شي.

سفير بچيوچ وويل، د رئيس شي دغه سفر به د تېرو ٣٢ کلونو راهيسې صربيا ته د چين د ولسمشر لومړی سفر وي، د صربيا لپاره به ډېر مهم ارزښت ولري.

(( زما په اند، دغه سفر به د دواړو هېوادونو ترمنځ اوسنې ډېرې ښې سياسي اړيکې لا ټينګې کړي. د سياست بر سيره، په اقتصاد او نورو برخو کې به د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې نورې لوړې کچې ته ورسيږي. په تيره بيا د پام وړ دا ده چې د تېرو دوو يا دريو کلونو راهيسې د دواړو هېوادونو د لوړ پوړو مشرانو ترمنځ تګ راتګ ډېر دي او عادي حالت ګرځېدلی دی. ))

د ٢٠٠٩ کال په اګست کې چين او صربيا د يوې ګډې اعلاميې په خپرولو سره د ستراتيژيکو همکاريزو اړيکو د ټينګولو پريکړه وکړه. په ٢٠١٣ کال کې چين ته د صربيا ولسمشر توميسلف نيکوليچ د سفر پر مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستراتيژيکو همکاريزو اړيکو د ژوروالي ګډه اعلاميه خپره شوه. سفير بچيوچ په دې نظر دی چې د رئيس شي جين پينګ دغه سفر به د چين او صربيا ترمنځ ستراتيژيکې همکارۍ لا ژورې کړي.

(( د دواړو هېوادونو ترمنځ د سياسي اړيکو کچه د اقتصادي اړيکو په نسبت لوړه ده، د رئيس شي سفر به هغه ګډې نظريې پوره کړي چې په ٢٠٠٩ کال او ٢٠١٣ کال کې چين ته د ولسمشر نيکوليچ د سفر په ترڅ کې تر لاسه شوې، دواړه خواوې به د ستراتيژيکې همکارۍ د ژوروالي لپاره نوي تړونونه لاسليک کړي. له چين سره د اړيکو ټينګتيا د صربيا لپاره ګټې لري چې صربيا به په دې سيمه کې نور غوره والی تر لاسه کړي.))

سفير بچيوچ وويل، چې صربيا لا هم له اقتصادي بحران سره مخامخ ده، هرکلی کوي چې نورې زياتې چيني تصدۍ په صربيا کې فابريکې جوړې کړي او د بنسټيزو تاسيساتو او انرژۍ په پروژو کې ګډون وکړي.

(( د چين تصدۍ د انرژۍ په سترو او مهمو پروژو کې برخه لري، د بېلګې په توګه د کوسټولک نوی برېښناکوټ، دغه پروژه د صربيا د برېښنا توليدي توان د لوړوالي لپاره ډېر مهم ارزښت لري. بر سيره پر دې، چيني تصديو په صربيا کې د سړکونو په جوړولو کې فعال ګډن کړی او کوي يې، په تيره بيا د پراخې اروپا د يوولسم نمبر دهليز پروژه. نورې همکاريزې پروژې د خبرو اترو په حال کې دي. ))

د ٢٠١٣ کال په نومبر کې صدراعظم لي که چيانګ په رومانيا کې د چين او د منځنې او ختيځې اروپا د هېوادونو د مشرانو ترمنځ د غونډې پر مهال اعلان وکړ چې چين، صربيا او هنګری به له بيلګرډ څخه تر بوداپيست پورې د هنګري او صربيا ترمنځ د اوسپنيزې لارې د جوړولو همکاريزه پروژه تر سره کړي. اوسمهال بېلا بېلې خواوې د دې پروژې په مقدماتي چارو بوختې دي. سفير بچيوچ وويل

(( اوس د پروژې د طرحې اسناد او د پروژې د همغږۍ کارونه روان دي، دغه طرحه به په پوره توګه د اروپا او چين له معيارونو سره سمون وخوري. له هنګري سره به زموږ خبرې اترې ژر پای ته ورسيږي، د سږ کال تر پايه پورې به د دې اوسپنيزې لارې پروژه چې د جوړولو دنده به يې د چين پر غاړه وي او صربيا او هنګری به وتړي، په رسمي توګه پيل شي. دغه اوسپنيزه لار به په راتلونکي کې د اروپا له نورو اوسپنيزو لارو سره وتړل شي. ))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای