CRI Online

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ به له صربيا، پولنډ او ازبکستان څخه رسمي ليدنه وکړي.

cri     (GMT+08:00) 2016-06-16 11:20:54

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ به د جون له اوولسمې نېټې نه تر څلورويشتمې نېټې پورې له صربيا، پولنډ او ازبکستان څخه رسمي ليدنه وکړي او د ازبکستان په پلازمينه تاشکند کې د شانګهای همکارۍ سازمان د سرمشريزې شورا په شپاړسمه غونډه کې به برخه واخلي. د چين د بهرنيو چارو وزارت عالي رتبه چارواکي د جون په پنځلسمه نېټه خبري رسنيو ته وويل، چې د يوه کمربند او يوې لارې ابادي د دغې ليدنې يوه مهمه موخه ده. بر سېره پردې، سږ کال د شانګهای همکارۍ سازمان د جوړېدو له پنځلسمې کاليزې سره برابر دی، نو د تاشکند سرمشريزه غونډه د بېلا بېلو خواوو د پاملرنې وړ ده. چين به په دغه سرمشريزه غونډه کې په مداومه توګه د شانګهای روحيې د خپرېدو غوښتنه وکړي او د دغه سازمان په چوکاټ کې د يووالي، متقابل باور او هراړخيزو همکاريو د ژورتيا په هکله به وړانديزونه وکړي.

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د سږ کال په مارچ مياشت کې په بريالۍ توګه له چک څخه ليدنه کړې ده. سبا به هغه يو ځل بيا له منځني ختيځې اروپا څخه رسمي ليدنه وکړي. د دغې ليدنې لومړی تمځای صربيا ده. دا په تېرو دوه دېرشو کلونو کې له دغه هېواد څخه د چين د دولت رئيس لومړنۍ ليدنه ده. ورپسې به رئيس شي جين پينګ له پولنډ څخه ليدنه وکړي چې دا په تېرو دوولسو کلونو کې دوهم ځل دی.د چين د بهرنيو چارو د وزير مرستيال ليو های شينګ وويل، چې صربيا او پولنډ د منځني ختيځې اروپايي سيمې او د ورېښمو لارې په اوږدو اقتصادي سيمې کې مهم هېوادونه دي. رئيس شي جين پينګ به د دغو دوو هېوادونو له مشرانو سره د دوه اړخيزو اړيکو، د يو کمربند او يوې لارې د ابادۍ، د چين او منځني ختيځې اروپا ترمنځ د همکاريو د پياوړتيا په باب بحث وکړي او اړونده نقشه به طرحه کړي. ده وويل،

منځني ختيځې اروپا ته د رئيس شي جين پينګ له دې سفر څخه څرګندېږي چې د چين حکومت له اروپا ، منځني ختيځې اروپا او يادو دوو هېوادونو سره اړيکو ته په ډېره درنه سترګه ګوري. باور لرو چې دغه سفر به د چين او اروپا ترمنځ اړيکې لا ټينګې کړي. د يو کمربند او يوې لارې پلان به لويديځې خوا ته پرمخ بيايي او د اروپا سمسورو اقتصادي سيمو ته به ننوځي. تېر کال مو له صربيا، پولنډ او چک سره د يوه کمربند او يوې لارې په اړه د تفاهم ليکونه لاسليک کړلي و. د دې سفر په ترڅ کې غواړو د يوه کمربند او يوې لارې د ابادۍ لپاره لا زيات تدبيرونه ونيسو. داسی تدبيرونه به له دوه اړخيزو حکومتي تړونونو او سوداګريزو تړونونو څخه څرګند شي.

ازبکستان د رئيس شي جين پينګ د سفر درېيم تمځای دی. د دغه سفر په ترڅ کې به د دواړو هېوادونو مشران په ګډه د انګريان او پاپو ترمنځ د اوسپنيزې لارې د تونل د بشپړېدو او پرانيستلو په مراسمو کې برخه واخلي. دغه پروژه د چيني تصديو لخوا جوړېږي او د ازبکستان د ختيځې او لويديځې خواوو ترمنځ د اوسپنيزو لارو د ابادۍ يوه مهمه پروژه ده. د چين د بهرنيو چارو د وزير مرستيال لي هوی لای وويل، چې د دې سفر په ترڅ کې به دواړه هېوادونه يو لړ نوي همکاريز تړونونه لاسليک کړي. ده وويل،

له يوې خوا دواړه هېوادونه په وار سره همکاري کوي او د همکاريو د نمونوي پروژو د ابادولو لپاره ګډ کوښښونه کوي. دوهم، دواړه هېوادونه به د توليدي توان په برخه کې د همکاريو د نژدې کېدو لپاره هڅې وکړي او د همکاريو له لارې د توليداتو ارزښت به لوړ کړي، تر څو د لويو توليداتو سوداګريزه مسئله حل شي چې د ازبکستان لخوا د پاملرنې وړ ده. درېيم، دواړه هېوادونه به د قانون او امنيت په برخو کې لا ښې همکارۍ وکړي او د ترهګرۍ پرضد د مبارزې توان او د ثبات د ساتلو توان د لوړتيا لپاره به ګډ کوښښونه وکړي، تر څو د يوه کمربند او يوې لارې د ابادۍ لپاره ښه زمينه برابره کړي.

له ازبکستان څخه د ليدنې په ترڅ کې به رئيس شي جين پينګ د شانګهای همکارۍ سازمان د سرمشرانو شورا په شپاړسمه غونډه کې ګډون وکړي. د امنيت او اقتصاد همکارۍ تل د دغه سازمان دوې مهمې برخې دي. ښاغلي لي هوی لای وويل،

لومړي، برخوال مشران به د مهمو نړيوالو او سيمه ييزو مسئلو په باب د نظريو تبادلې وکړي. دوهم، دوی به د دغه سازمان په چوکاټ کې د هراړخيزو همکاريو د پياوړتيا او د اوسنيو حالاتو په وړاندې د دغه سازمان په مخ کې د پرتو ننګونو او فرصتونو په اړه بحثونه وکړي. چين به په دغه سرمشريزه غونډه کې په مداومه توګه د شانګهای روحيې د خپرېدو غوښتنه وکړي او د دغه سازمان په چوکاټ کې د يووالي، متقابل باور او هراړخيزو همکاريو د ژورتيا په هکله به وړانديزونه وکړي، تر څو د دغه سازمان پرمختګ لا پياوړی شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای