د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د جون په شپاړسمه نېټه د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د سربيا په پوليتيکو ورځپاڼه او نوي يوګسلاوي اژانس کې د دايمي ملګرو او رښتينو دوستانو تر عنوان لاندې يوه مقاله خپره کړه.
شي جين پينګ په مقاله کې وويل، چې چين له سربيا سره اړيکو ته په ډېره درنه سترګه ګوري او غواړي چې خپلمنځي همکارۍ پرخه کړي او خپلمنځي اړيکې په ثابته توګه نورې هم پرمخ يوسي. هيله لرم چې سربيا ته زما د روان سفر په ترڅ کې له سربيا سره په بېلابېلو موضوعاتو د خپلو نظريو تبادله او سلامشورې وکړم او د رښتينو عملياتو له لارې دواړه هېوادونه لانږدې پيوست کړي ترڅو دايمي ملګري او رښتيني دوستان وګرځو.(زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |