د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د جون د ۱۷مې نېټې په سهار د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د ځانګړې الوتکې له لارې له بېجينګ څخه حرکت وکړ او د صربيا، پولنډ او ازبکستان د مشرانو په بلنه له يادو دريو هېوادونو څخه به رسمي ليدنه وکړي. دغه راز، هغه به د ازبکستان په پلازمينه تاشکند کې د شانګهای همکارۍ سازمان د سرمشرانو شورا په شپاړسمه غونډه کې ګډون وکړي.
د ده مېرمن پنګ لي يوان او د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيرو د غړي او د پاليسۍ د څيړنې مرکز د مدير وانګ هو نينګ په شمول چارواکي د ده ملګرتيا کوي.(غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |