CRI Online

د چين او منځني ختيزې اروپا ترمنځ همکارۍ ته به نوی خوځند قوت ورکړل شی

cri     (GMT+08:00) 2016-06-17 15:01:58
د چين او منځني ختيزې اروپا ترمنځ همکارۍ ته به نوی خوځند قوت ورکړل شی

چک ته د چين د دولت رئيس د سفر له دريو مياشتو وروسته د چين د دولت رئيس شي جين پينګ يو ځل بيا منځني ختيزې اروپا ته سفر کوي چې له سربيا او پولند څخه به رسمي ليدنه وکړي. د چين د خلکو ورځپاڼې د روانې مياشتې په ١٧ نېټه تر دی عنوان لاندی چې د چين او منځني ختيزې اروپا ترمنځ همکارۍ ته نوی خوځند قوت ورکړل شی، يوه ليکنه خپره کړه. په دغه ليکنه کې ويل شوي چې يو تاريخي سفر به پرانيستل شي.

په ياده ليکنه کې ويل شوي چې چين او د منځني ختيزې اروپا هيوادونه د ټولنيز سيستم، ملي حالاتو او کلتور په برخو کې توپيرونه لري خو دواړو خواوو د دوستانه اړيکو د ټينګښت په ګډ اوميد سره د همکارۍ د ژورتيا له لارې د ليدو وړ نتيجې ترلاسه کړې دي. د ٢٠١٢ کال په اپريل کې د چين او د منځني ختيزې اروپا هيوادونو مشرانو د ګډې اعلاميې په خپرولو سره د همکاريو د ټينګښت ١٢ تدبيرونه اعلان کړي وو. د دې ترڅنګ په ياده ليکنه کې دې ته اشاره شوي چې د يو کمربند او يوې لارې د ابادولو له لارې به په نوی موده کې نوی چاپيريال اباد شي. د منځني ختيزې اروپا ١٦ هيوادونه د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې شامل دي چې له دې جملې څخه اووه هيوادونو له چين سره د يو کمربند او يوې لارې د ابادولو په اړه حکومتي ياددشتونه لاسليک کړي دي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای