CRI Online

په صربيا کې د ٢٠١٦ کال د چيني فلمونو اونې پرانيستل شوه

cri     (GMT+08:00) 2016-06-17 16:25:19

پر ځايي وخت د جون په شپاړسمه نېټه په صربيا کې د چيني فلمونو اونې د دغه هېواد په پلازمينه بلګراد کې پرانيستل شوه چې ځيني مشهور چيني فلمونه به په مسلسله توګه خپرېږي.

د دغه فعاليت د تر سره کېدو په وخت کې د چين ولسمشر شي جين پينګ د صربيا د ولسمشر توميسلاف نيکوليک په بلنه له دغه هېواد څخه ليدنه کوي. دغه فعاليت به له صربيا څخه د چين ولسمشر د ليدنې له لارې د صربيا ته د چيني فلمونو تازه برياليتوبونه خپاره کړي او د دواړو هېوادونو د خلکو تر منځ د عنعنوی دوستی ښکلې يادونې بيا تازه کړي.

د چيني فلمونو د اونې د پرانيستلو مخکې په يوه مطبوعاتي غونډه کې د چين د خبرونو، چاپونې، راډيويي او ټلويزيوني خپرونو د عمومي ادارې د فلمونو څانګې مشر ماو يوی خبريالانو ته د چين د فلمونو د پرمختګ د ښه تمايل په هکله مالومات ورکړل. (اواز)

په ٢٠١٥ کال کې د چيني د فلمونو شمېر ٦٨٦ ته ورسيد چې په سينما کې د فلمونو عايدات څلور څلويښت بيليارډ يوانو ته ورسيدل او چين په نړۍ کې د فلمونو دويم لوي بازار ګرځيدلی دی. د ٢٠١٦ کال څخه تر اوسه پورې په چين کې د فلمونو چارې په ثابته او دوامداره توګه پرمختګ کوي او اټکل کېږي چې روان کال د چين په سينماوو کې عايدات به له پنځوس بيليارډ يوانو څخه زيات وي.

ياد فعاليت په صربيا کې د چين د سفارت، د چين د خبرونو، چاپونې، راډيويي او ټلويزيوني خپرونو د عمومي ادارې، د صربيا د خبري رسنيو څانګې، د چين نړيوالې راډيو او د صربيا د فلمونو مرکز په شمول د ځينو څانګو له خوا په ګډه جوړېږي. د صربيا د خبري رسنيو څانګې منشي ساسا ميرکويچ د دغه فعاليت په پرانيستونکو مراسمو کې يوه وينا وکړه او ويې ويل (اواز)

په پخوانيو څه دپاسه لسو کلونو کې په بلګراد کې څو څو ځله د عصري چيني فلمونو نندارتونونه تر سره شوي دي، په ځانګړې توګه ٢٠١٤ کال په بلګراد کې د کتابونو په نړيوال نندارتون کې د عمده ميلمه هېواد په توګه د چيني فلمونو نندارتون جوړ شوی او تر اوسه پورې په صربيا کې د چيني فلمونو د اونيو فعاليتونه يو دود ګرځيدلی دی. موږ هيله لرو چې په راتلونکې کې د صربيا خلکو ته په مداومه توګه چيني فلمونه خپاره شي.

د دغه فعاليت د تياريانې په وخت کې د چين نړيواله راډيو په صربيايي ژبې د چيني فلمونو د ژباړي کارونه تر سره کړي دي. د چين نړيوالې راډيو د دغه فعاليت په پرانيستونکو مراسمو کې دې ته اشاره وکړه چې د فلمونو په ساحه کې د چين او صربيا تر منځ تګ راتګ ښه دودونه لري. د جامو د مينځلو ښځې په نوم د صربيا لومړی فلم په ١٩٠٦ کال کې او په چين کې د دينګ جون غره په نوم لومړی فلم په همدې کال کې جوړ شوی. د نوي چين له جوړېدو وروسته چين په وار سره د صربيا مشهور فلمونه جلب کړی دی. د صربيا د فلمونو مشهور لوبغاړي ويليمير باتا زيوجينويچ لږه موده کې له دنيا څخه سترګې پټې کړې چې چيني نندارچيان ډېر خفه و. د چين نړيوالې راډيو مشر وانګ ګنګ نيان وويل (اواز)

د پنځه ويشت ورځې مخکې مو په دې خبر تر لاسه کړ چې د صربيا د فلمونو پخواني مشهور لوبغاړي ويليمير باتا زيوجينويچ مړ شو. هغه څو څو ځله له چين څخه ليدنې وکړې او د چينايانو د زړه دوست په توګه ګڼل کېږي. زه د چين د نندارچيانو په استازيتوب دلته باتا ته درناوی او خواشينې څرګندوم. موږ به په دايمی توګه د صربيا دغه دوست ياد کړو.

وانګ ګنګ نيان هېله څرګنده کړه هېله من يو په دې وخت کې چې د چين ولسمشر شي جين پينګ له صربيا څخه ليدنه کوي، د چيني فلمونو اونې به د فلمونو له لارې په دې ساحه کې د چين او صربيا تر منځ د تګ راتګ او همکارۍ هڅونه وکړي او د دواړو هېوادونو د خلکو تر منځ تفاهم او دوستی ټينګې کړي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای