د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د جون په ١٧ مه نېټه د چين د دولت رئيس شي جين پينګ بېلګريد ته ورسيد او له سربيا څخه يې رسمي ليدنه پيل کړه.
پر ځايي وخت دهمدې ورځې د ماسپښين په دوو بجو شي جين پينګ د ځانګړي الوتکې له لارې د بېلګريد نيکولا تسلا هوايي ډګر ته ورسيد. د سربيا ولسمشر تمسلوف نکوليک او د هغه مېرمن، د سربيا د پارلمان رئيس ګوجکويک، صدراعظم اليکساندر وسيس او مرستيال صدراعظم او هم د بهرنيو چارو وزير اويکه داسيس په هوايي ډګر کې د رئيس شي جين پينګ هرکلی وکړ.
شي جين پينګ سربيايانو ته سلامونه او نيکې هيلې وړاندې کړې او پر دې يې ټينګار وکړ چې چين به له سربيا سره يوځای د ګډو ګټو او ګډې مودې په موخه خپلمنځي دوه اړخيزې اړيکې او همکارۍ پياوړې کړي.(زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |