CRI Online

شي جين پينګ او پنګ لي يوان په صربيا کې د چين پر سفارت د بريد له امله د وژل شويو شهيدانو له څلي څخه ليدنه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2016-06-18 15:53:18

شي جين پينګ او پنګ لي يوان په صربيا کې د چين پر سفارت د بريد له امله د وژل شويو شهيدانو له څلي څخه ليدنه وکړه

پر ځايي وخت د روانې مياشتې د ١٧ نيتې له غرمې وروسته کله چې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ او د ده ميرمن پنګ لي يوان بلګراد ته ورسيدل لومړی يی د چين پر سفارت د بريد له امله د وژل شويو شهيدانو شاو يون هوان، شيوشينګ هو او جو اينګ له څلي څخه ليدنه وکړه. د صربيا ولسمشر درګيسا نيکوليک ، د پارلمان مشر ګيکويچ ،صدراعظم وچيچي او د کابينې ټول غړي په کې هم حاضر وو.

د چين او صربيا ولسمشرانو پر دې ټينګار وکړ چې د چين او صربيا ترمنځ عنعنوي دوستي او ښې اړيکې د وينو او په حياتي هلو ځلو سره ټينګې شوې دي چې نسل په نسل به وساتل شي. چين او صربيا به په ګډه د سولې او پرمختګ لپاره کوششونه وکړي.

_زلمی

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای