پر ځايي وخت د روانې مياشتې د ١٨ نيټې په سهار د چين د دولت رئيس شي جين پينګ او د صربيا د ولسمشر نيکوليک په حضور سره د چين د نړېوالې راډيو مشر وانګ ګنګ نيان او د صربيا د ملي راډيو تلويزيون مشر بوجوسيويک په بلګراد کې د دواړو ارګانونو ترمنځ د همکارۍ تړون لاسليک کړ. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ او د صربيا ولسمشر نيکوليک بيا د دواړو ارګانونو مشرانو ته مبارکي وويله.
د دغه تړون له مخې به دواړه ارګانونه د خپرونو، راپورتاژ کولو او کارکوونکو د تبادلې په برخه کې ګډې همکاري کوي.
_زلمی
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |