CRI Online

شي جين پينګ د پولنډ له ولسمشر اندرزيج دودا سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2016-06-20 08:55:12

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ او د هغه مېرمن پينګ لي يوان د جون د نولسمې نېټې په ماسپښين د پولنډ پلازمينې ورسا ته ورسيدل او د همدې ورځ په شپه د پولنډ د ولسمشر اندرزيج دودا او د هغه مېرمن په بلنه په بېلويديري ماڼۍ کې مېلمانه شول.

شي جين پينګ پر دې ټينګار وکړ چې د چين او پولنډ د خلکو ترمنځ ښه دوستي شتون لري. پولنډ ته زما د روان سفر موخه د خپلمنځي پوهاوي او اعتماد زياتول، په بېلابېلو ساحو کې د خپلمنځي همکارۍ پرمخ وړل او د خپلمنځي ستراتيژيکې اړيکو ژورول دي. پولنډ د اروپايي ټولنې مهم غړی هېواد دی او په منځنۍ او ختيځه اروپا کې ډېر اغېزمن دی. چين غواړي له پولنډ سره يوځای د چين او د منځني او ختيځې اروپا هېوادونو ترمنځ د همکارۍ او د چين او اروپا ترمنځ د اړيکو د پرمختګ لپاره هڅې وکړي.

شي جين پينګ خبرو کې دې ته هم اشاره وکړه، چې پولنډ د اروپا او اسيا په تقاطع کې واقع دی او دغه ځای د عنبر او ورېښمو لارو د نقطه په توګه ډېر جغرافيايي غوره والی لري. چين د يوه کمربند او يوې لارې په ابادۍکې د پولنډ د ګډون هرکلی کوي او غواړي چې د دغه پلان په چوکاټ کې خپلمنځي همکارۍ لاپياوړې کړي.

اندرزيج دودا وويل، چې پولنډ د اسيا په بنسټيزو تأسيساتو کې د پانګيز بانګ له جوړونکو هېوادونو څخه دی، پولنډ به په فعاله توګه د يوه کمربند او يوې لارې په ابادۍ کې ګډون وکړي او د چين او د منځنۍ او ختيځې اروپا د هېوادونو ترمنځ د همکارۍ د پرمختګ په موخه به هڅې وکړي.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای