CRI Online

له ازبکستان څخه د رئيس شي جين پينګ ليدنه به د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکو ته پرمختګ ور کړي

cri     (GMT+08:00) 2016-06-20 15:01:33

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ به د جون له ٢١مې نيټې څخه تر ٢٤مې نيټې پورې له ازبکستان څخه رسمي ليدنه وکړي او په تاشکند کې د شانګهای همکارۍ د سازمان د غړو هېوادونو د مشرانو شورا په شپاړسمه غونډه کې به ګډون وکړي.د دې ليدنې نه مخکې زمونږ خبريال په ازبکستان کې د چين له لوی سفير سره مرکه وکړه.هغه په دې مرکه کې وويل چې اوس مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې په ښه پړاو کې دی او باور لري چې په دې سفر کې نوی لاسته راوړنې به تر لاسه شي.

د چين او ازبکستان ترمنځ دوستي اوږد تاريخ لري او د ١٩٩٢ کال د جنورۍ له دوهمې نيټې څخه تر اوسه پورې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سياسي اړيکو د ټينګېدو راهيسې دوستانه اړيکې ورځ په ورځ نژدې شوي او همکاريزې لاسته راوړنې هم ډېرې شوي دي. د دې ترڅنګ د دواړو هېوادونو د مشرانو ترمنځ د تګ راتګ زياتوالي د دغو اړيکو د نور پرمختګ لپاره مهم سياسي خوځنده ځواک برابر کړی دی.په دې هکله په ازبکستان کې د چين لوی سفير سون لي جي وويل (اواز.......) په ٢٠١٢ کال کې د چين او ازبکستان ترمنځ د ستراتيژيکو همکاريو اړيکو د ټينګېدو راهيسې دغو اړيکو لازيات پرمختګونه موندلي ،د دواړو هېوادونو ترمنځ متقابل باور ټينګ شوی او خپلمنځي همکاري پياوړې شوي چې له امله يې د دواړو خواوو ترمنځ تبادلې نوی پړاو ته رسېدلي دي.نو ځکه مونږ پوره دليل لرو چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې په ښه پړاو کې دي.په ټاکلي موده کې د دواړو خواوو مشرانو ترمنځ تګ راتګ د دې اړيکو د نور پرمختګ لپاره يو مهم خوځنده ځواک ګڼل کيږي.

د دواړو هېوادونو ترمنځ د نژديوالي سره سره د دواړو خواوو مشرانو تر کډو کوښښونو لاندې خپلمنځي اقتصادي همکاري هم پياوړې شوي چې دې د يادو اړيکو د هر اړخيز پرمختګ لپاره ښه بنسټ ايښی دی.ښاغلي سون دې ته اشاره وکړه (اواز...............)په وروستيو کلونو کې چين تل د ازبکستان د دوهم لوی سوداګريز همکار او لومړي لوی پانګه اچوونکي په توګه خپل مقام ساتلی چې تر اوسه پورې دوه اړخيز سوداګريز ارزښت يې درې مليارډه او پنځه سوه مليونه امريکايي ډالرو ته رسېدلې چې دغه رقم د دغو اړيکو د ټينګښت د پيل په پرتله شپږ چنده زيات شوی دی.په دې هېواد کې د چين د مستقيمې پانګونې اندازه شپږ مليارډه او پنځه سوه مليونه امريکايي ډالرو ته رسېدلې ده.ويل کيږي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي همکاريو د يادو اړيکو د هر اړخيز پرمختګ لپاره يو ډېر ښه بنسټ ايښی دی.

سربېره پردې د دواړو هېوادونو ترمنځ کلتوري تبادلې هم ژورې شوي چې دا د دغو اړيکو د دواملرونکي پرمختګ لپاره کلک ټولنيز بنسټ هم ايښی دی.په دې هکله ښاغلي سون وويل(اواز.........) په ٢٠٠٥ کال کې په تاشکند کې د کنفوسيوس پوهنځی د جوړېدو راهيسې څه باندې درې زره با استعداده کسان روزل شوي.د دې ترڅنګ په بېجينګ او شانګهای ښارونو کې په جلا جلا توګه د ازبکي ژبې د زده کړې پوهنځي هم جوړ شوي دي.

د دې ترڅنګ په نورو برخو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ همکاري هم پياوړې شوي دي.لوی سفير سون وويل چې باور لري چې د رئيس شي جين پينګ دغه سفر به د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د نور پرمختګ او د ورېښمو لارې په اوږدو کې د اقتصادي کمربند د جوړېدو لپاره ښه او اغزمين رول ولوبوي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای