د سين هوااژانس د خبر له مخې: د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جون په ٢٠مه نېټه په واشا کې په ولسمشرۍ ماڼې کې د پولنډ د ولسمشر اندريزيچ دودا د هرکلي په مراسمو کې ګډون وکړ.
پر ځايي وخت سهار په لسو بجو شي جين پينګ او د ده ميرمن پنګ لي يوان ولسمشرۍ ماڼې ته ورسيدل چې د پولنډ د ولسمشر اندرزيچ دودا او د ده ميرمن اګاتا کورنهاوسير دودا تود هرکلی وکړي. شي چين پينګ د دودا په ملګرتيا د احترام ګارد سلام واخيست. د هرکلي له مراسمو وروسته شي جين پينګ وويل د چين او پولنډ خلک په مختلفو تاريخي مودو کې يو له بل سره مرستې کړی او کوي يې چې ورسره ټينګې دوستې جوړه شوې ده.يقين لرم چې د دواړو هېوادونو تر منځ دوستی به نوره هم ټينګه شي.
دودا پولنډ ته د شي جين پينګ د سفر تود هرکلی وکړ او باور يې څرګند کړ چې ستر برياليتوبونه به تر لاسه کړي او د دواړو هېوادونو اړيکو د نور ټينګښت هڅونه به وکړي.
ژباړونکې:ډيوه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |