CRI Online

شي جين پينګ د پولنډ ولسمشر اندرزيج دودا سره په ماښامنۍ مېلمستيا کې ګډون وکړ

cri     (GMT+08:00) 2016-06-21 09:15:58

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د جون د شلمې نېټې په شپه د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د ورسا په ماڼۍ کې د پولنډ ولسمشر اندريج دودا سره مېلمستيا کې ګډون وکړ.

پر ځايي وخت د شپې په اوو بجو او پنځه څلوېښتو دقيقو، رئيس شي جين پينګ او د ده مېرمن پنګ لي يوان ورسا ماڼۍ ته ورسيدل او د ولسمشر دودا او د هغه مېرمن اګاټا هرکلی يې تر لاسه کړ. د دواړو هېوادونو مشرانو او مېرمنو په مېلمستيا کې له برخوالو مېلمانو سره خبرې وکړې.

رئيس شي جين پينګ په خپله وينا کې هغه کسان ياد کړل چې د چين او پولنډ ترمنځ د دوستۍ لپاره يې ډېر خدمتونه کړي، او و يې ويل چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې نوې مرحلې ته ننوتلی او له نويو فرصتونو سره مخامخ دي.

دودا وويل، چې که څه هم پولنډ له چين څخه ليرې دی، خو د دواړو خواوو ترمنځ دوستانه تګ راتګ لرغونی تاريخ لري. د چين له خوا وړاندې شوې د يوه کمربند او يوې لارې د ابادۍ غوښتنه د پولنډ او چين ترمنځ د واټن د نژدېوالي سبب ګرځي. پولنډ غواړي چې د هېواد د دواملرونکي پرمختګ په تګلارو کې له يادې غوښتنې سره سمون لرونکې برخه تعقيب کړي او په بېلا بېلو ساحو کې له چين سره همکارۍ پياوړې کړي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای