د م م د امنيت شورا او سرمنشي بان کي مون د روانې مياشتې په ٢١ نېټه په جلا جلا توګه د اعلاميې په خپرولو سره په دې وروستيو ورځو کې د افغانستان په کابل او بدخشان کې د يو لړ بريدونو سخته غندنه کوي.
د امنيت شورا په يوه اعلاميه کې ويل شوي چې په بدخشان ولايت کې د يو بريد له امله لږ ترلږه ١٠ تنه عام وګړي وژل او ٣٦ تنه نور ټپيان شوي دي چې له دې جملې څخه اکثريت ماشومان وو. په کابل کې د نيپال او هند د ټيکدارانو او د ولايتي شورا د يوه غړي پرضد بريدونه د ١٣ تنو نيپاليانو په ګډون د مرګ ژوبلې سبب شوی دی. طالبانو په کابل کې د دواړو بريدونو پړه پرغاړه اخيستې ده.
_زلمی
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |