CRI Online

د ٢٠١٦ کال د دوبني داوس فورم به څلورم صنعتي انقلاب ته پاملرنه وکړي

cri     (GMT+08:00) 2016-06-22 16:10:19

د ٢٠١٦ کال د دوبني داوس فورم به د جون له ٢٦مې نيټې څخه تر ٢٨مې نيټې پورې په تيان جين ښار کې تر سره شي.د نويو هېوادونو شاوخوا دوه زره مېلمانه به د څلورم صنعتي انقلاب په باب بحث وکړي.

د دې فورم عمده موضوع څلورم صنعتي انقلاب يعنی د اقتصادي جوړښت د بدلولو قوت دي او ور څخه د اقتصادي جوړښت د بدلولو له لارې د اقتصادي سمسورتيا او پرمختګ لپاره د نړيوالې ټولنې ګډه هيله څرګنديږي.برخه وال به د څلورم صنعتي انقلاب د اغيزې،د اقتصادي جوړښت د بدلولو د لارو چارو د لټولو په باب بحث وکړي او د چين د راتلونکي اقتصاد او د نړيوال اقتصاد د سالم پرمختګ په هکله به وړانديزونه وکړي.

په تيان جين کې د دوبني داوس فورم د تشکيلاتي کميټې مشر جانګ جون وويل چې په دې فورم کې ځيني نوي بدلونونه راغلي او پکې پر اقتصادي پرمختګ د بحث لپاره بېلې سيمې ټاکل شوي او په هره سيمه کې به يو لړ غونډې تر سره شي.هغه وويل (اواز..........) هغه مېلمانه چې په ٢٠١٤ کال کې يې د داوس په فورم کې برخه اخيستې وه، دغه ګردې څوکۍ چې تاسئ ګورئ دا د برخه والو ترمنځ د بحث لپاره هغه وخت جوړې شوي دي.که څه هم د ٢٠١٤ کال په پرتله د غونډې د ميدان پراخوالی کم شوی دی ،خو کاري توان يې بشپړ دی.

د ده د معلوماتو له مخې دغه فورم د احتياط او سپما څخه د کار اخيستلو پر اصولو ټينګار کوي او د فورم په ميدان کې يې ډېرې پخوانۍ اثاثيې ساتلي دي.هغه وويل (اواز...........)روان کال د دوبني داوس په فورم کې مو د احتياط او سپما څخه د کار اخيستلو پر اصولو ټينګار کړی او ټولې اثاثيې چې تاسې کتلي دي،له ٢٠١٠ کال څخه کارول شوي او د هرې دورې د داوس تر پای ته رسېدو وروسته په ښه توګه ساتل شوي دي د بېلګي په توګه د فورم اړوند سندونه،صندوقونه او داسې نور.

د دې فورم د تشکيلاتي کارونو بهرني استازي او د نړيوال اقتصادي فورم د ادارې خدمتونو مدير رئيس جون لوپ په دې فورم کې نوښت او ابتکار تائيد کړ . هغه وويل (اواز..........) په چين کې د نوښت او ابتکار موضوعاتو ته ډېره پاملرنه کيږي چې زياتره يې د انټرنټ پر راتلونکي پورې تړاو لري.ډاکتر کلوس سواب له ځان سره نوی کتاب وړی چې نوم يې څلورم صنعتي انقلاب دی او په چيني ژبه ژباړل شوی و.اوسني نړۍ د چټک پرمختګ په حال کی ده او ډېر نوي تخنيکونه هم ليدل کيږي. مونږ نويو تخنيکونو ته هم ډېره پاملرنه کوو او د دې فورم په موده کې به رابوټونه هم وکاروو تر څو نړيوالو ته د نړۍ نوي بدلونونه وروپېژندل شي.

سربېره پردې دغه فورم د تيان جين ښار ته هم ډېر سوداګريز فرصتونه برابر کړي دي.اړوندې څانګې د دې فورم له لارې د تيان جين ښار اغيزه پراخه کړې او د اړوندو تفصيلاتو لپاره يې ډېرې هڅې کړې ،د بېلګې په توګه د دوه اړخيزو خبرو اترو په هره کوټه کې يې د تيان جين ښار د منظرو په اړه يو انځور چې د انځورولو دنده يې د دې ښار د انځورونو پوهنځي پر غاړه درلوده،کيښودلی چې له دې لارې د تيان جين ښار کلتور په ښه توګه برخه والو ته وړاندې شوی دی.هغه وويل (اواز........)دا د پاملرنې وړ ده چې په هره کوټه کې يو انځور شته دی او د تيان جين پر منظرې تړاو لري. که څه هم دغې کوټې د غونډې د تر سره کېدو ځايونه دي.خو فکر مو وکړ چې څنګه د فورم د تبادلې ډګر له لارې زمونږ د تيان جين ښاري کلتور خلکو ته وروپېژنو.

د دې فورم د تشکيلاتي کميټې مسئول جانګ جون وويل چې د دې فورم د چمتوالي په موده کې د تيان جن ښار اړوندې څانګې د فورم د خدمتونو او ضمانت په برخو کې ډېر کارونه کړي تر څو دغه فورم په برياليتوب سره تر سره شي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای