CRI Online

شي جين پينګ د ازبکستان په ولسي جرګه کې وويل د يو اقتصادی کمربند او يوې لارې ابادۍ په زياتو برخو کې برياليتوبونه ترلاسه شوي دي

cri     (GMT+08:00) 2016-06-22 21:18:49

د سين هوااژانس د خبر له مخې: د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جون په ٢٢مه نېټه د ازبکستان په ولسي جرګه کې د يوې وينا په ترڅ کې وويل د يو اقتصادی کمربند او يوې لارې ابادۍ په زياتو ساحو کې فعال برياليتوبونه تر لاسه کړي دي. تر اوښه پورې څه دپاسه اوياوو هېوادونو او نړيوالو سازمانونو د يو اقتصادی کمربند او يوې لارې په ابادۍ کې ګډون کړی دی. چين د دغه پلان د راتلونکی هيلې او د فعاليتونو سندونه خپاره کړي او له څه دپاسه ٣٠ هېوادونو سره د يو اقتصادی کمربند او يوې لارې په هکله همکاريز تړونونه لاسليک کړي دي. چين د توليد انرژۍ په چارو کې له شلو هېوادونو سره همکاريز تړونونه لاسليک کړي، د يو اقتصادي کمربند او يوې لارې په اوږدو کې له ١٧ هېوادونو سره ٤٦ همکاريزې سيمې جوړې کړې دي. په ٢٠١٥ کال کېد چين او په ياد پلان کې د برخوالو هېوادونو تر منځ دوه اړخيز سوداګريز ارزښت له يو زره بيليارډ امريکايي ډالرو څخه اوښتی دی. د چين تصديو د يو اقتصادی کمربند او يوې لارې په اوږدو کې په ٤٩ هېوادونو کې د نژدی ١٥بيليارډ امريکايي ډالرو په ارزښت مستقيمې پانګونې وکړې. د يو اقتصادی کمربند او يوې لارې ابادۍ په ابتدائی ډول پلان او جوړښت بشپړ کړی چې په ژوره او دوامداره توګه د پرمختګ په حال کې دی.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای