CRI Online

 د ازبکستان د انګرين _پاپ د اوسپنې پټلۍ تونل پرانيستل شو

cri     (GMT+08:00) 2016-06-23 09:18:47
 د ازبکستان د انګرين _پاپ د اوسپنې پټلۍ تونل پرانيستل شو

د روانې مياشتې په ٢٢ نېټه د ازبکستان د انګرين _پاپ د اوسپنې پټلۍ پرانيستل شو او د چين د دولت رئيس شي جين پينګ او د ازبکستان ولسمشر اسلام کريموف په ويډيويي توګه هم حاضر وو.

دغه تونل په ازبکستان کې د چيني تصدۍ له خوا جوړه شوی ترټولو لويه پروژه ده چې د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې د ګډو کارونو يوه نمونه ده.

په همدې ورځ شي جين پينګ د کريموف او د تاشکند ښاروالي په بدرګه په خپلواک ډګر کې د يادونې څلي ته د ګلانو ګېډۍ هم وړاندی کړې ده.

_زلمی

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای