د پاکستان د ايکسپريس تريبيون ورځپاڼې د روانې مياشتې په ٢١ نېټه خبر ورکړ چې د پاکستان د پلان او پرمختګ وزارت د تازه راپور له مخې د دغه هيواد د سختې بي وزلۍ توازن ٤٠ سلنه دی. په دغه راپور کې د خلکو د عايداتو شتمنيو روغتيا ښوونې او روزنې او ژوند په نظر کې نيولو سره د خلکو د بی وزلۍ سويه ارزول شوې ده چې دغه توازن د ٢٠٠٤ کال له ٥٥ سلنې څخه د ٢٠١٥ کال ٣٨.٨ سلنې ته ټيټ شوی و. د پاکستان د پلان او پرمختګ وزير احسن اقبال وويل چې د غير دوديز اقتصاد د پرمختګ په رڼا کې د پاکستان د بی وزلۍ سويه ټيټه شوې او اقتصادي پرمختګ بايد نه يوازی ارستوکراتيکې طبقې ته بلکې عامو وګړو ته ګټې ورسوي او شمير پخپله مهمه معنی نه لري.
_زلمی
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |