د سينهوا اژانس د خبر له مخې د جون د ٢٢مې نيټې په ماښام د چين د دولت رئيس مېرمن پنګ لي يوان د ازبکستان د ولسمشر له مېرمنې تاتيانا کريموف سره په ګډه په تاشکند کې له کنفوسيوس پوهنځي څخه ليدنه وکړه.
اغلې پنګ لي يوان د مېرمنې کريموف په ملګرتيا سره ياد پوهنځي ته ورسيده.د تاشکند د دولتي ختيځ انستيتيوټ مشر او د دې پوهنځي چيني او بهرنيو مشرانو او زده کوونکو پوهنځي ته د دوي د ورتګ هر کلی وکړ.
د دې پوهنځي په کتابتون کې د ازبکستان لورې مشر د دې کتابتون په باب معلومات وړاندې کړل او دغه راز اغلې پنګ لي يوان په بسپنې توګه د چين له خوا برابر شوي کتابونه ياد پوهنځي ته ډالۍ کړل.
د تاشکند د کنفوسيوس پوهنځی په منځنۍ اسيا کې لومړی کنفوسيوس پوهنځی دی. غاټول
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |