CRI Online

شي جين پينګ د پاکستان له ولسمشر ممون حسين سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2016-06-23 14:18:06

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د جون په ٢٣مه نېټه د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په تاشکند کې د پاکستان له ولسمشر ممون حسين سره وکتل.

شي جين پينګ پردې ټينګار وکړ چې اوس د چين او پاکستان ترمنځ د اړيکو پرمختګ د پياوړتيا په حال کی دی او د لوړ پوړيو چارواکو ترمنځ تګ راتګ زيات شوی او خپلمنځي همکارۍ پياوړې شوي دي. د دې ترڅنګ دواړو خواوو په نړيوالو او سيمه ييزو چارو کې د نظرونو تبادلې هم ډېرې شوي دي.روان کال د چين او پاکستان ترمنځ د سياسي اړيکو د ټينګېدو له پنځه شپېتمې کاليزې سره برابر دی.دواړه هېوادونه بايد د دې فرصت په کارولو سره د لوړ پوړو چارواکو ترمنځ د تګ راتګ تمايل وساتي او د چين او پاکستان ترمنځ دوستي دې د خپلمنځيو همکاريو پر خوځنده ځواک بدل کړي.

حسين وويل چې د پاکستان او چين ترمنځ دوستي پر پاکستان ډېرې ښې اغيزې لري.پاکستان په دې تمه دی چې د اقتصادي پرمختګ په تېره بيا له چين سره د اقتصادي دهليز د ابادې،د بنسټيزو تاسيساتو، د ترهګرۍ پرضد د مبارزې او د م م او د شانګهای همکارۍ سازمان په څو اړخيزو چارو کې له چين سره همکاري پياوړې کړي.غاټول

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای