CRI Online

روسيه غواړي له چين سره همکاري لا پياوړې کړي

cri     (GMT+08:00) 2016-06-24 16:56:50

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د روسيې ولسمشر ولادمير پوتين څو ورځې مخکې د چين د سين هوا اژانس له مشر څای مينګ جاو سره ځانګړې مرکه وکړه. پوتين د مرکې په وخت کې وويل،اوس د چين او روسيې تر منځ متقابل باور ډېر پياوړی شوی، دواړه هېوادونه بايد خپلمنځي همکاري لا نوره نږدې کړي ، دوه اړخيزه سوداګري دې پراخه کړي، د نړيوال ثبات د ساتلو په برخه کې دې په ګډه کښښ وکړي او د يوه کمربند او يوې لارې جوړونه دې وهڅوي.

د جون په ١٧مه نېټه د سين هوا اژانس مشر څای مينګ جاو په سانت پيترسبورګ کې له ولادمير پوتين سره ځانګړې مرکه وکړه. پوتين وويل، سږ کال د چين او روسيې تر منځ د ستراتيژيکو اړيکو د ټينګېدو له ٢٠مې کاليزې سره او د دواړو هېوادونو تر منځ د همکارۍ تړون د لاسليکېدو له ١٥ مې کاليزې سره برابر دی. په تېرو کلونو کې ګڼ شمېر کارونه بشپړ شوي چې د دواړو هېوادونو تر منځ د متقابل باور سويه يې ډېره لوړه کړې او د دوه اړخيزې همکارۍ بنسټ ګرځېدلی دی.

پوتين وويل، اوس نړيوال اقتصاد له ډېرو ستونزو سره مخ دی، د چين او روسيې تر منځ د توکيو سوداګريز ارزښت هم ټيټ شوی، خو دا يوازې لنډمهالی حالت دی چې د ځينو توکيو د پلورلو حالت او د بهرنيو اسهامو د بدل له توپير سره اړه لري. موږ د دوه اړخيزې سوداګرۍ د جوړښت د ښه والي لپاره اغېزمن تدبيرونه هم نيولي دي. له يو کال راهيسې، چين ته د روسيې د ماشيني تکنالوژۍ صادراتې ارزښت په څرګند ډول زيات شوی چې دا د روسيې لپاره ستر اهميت لري. د چين او روسيې په همکارۍ کې مهم ټکی دا دی چې د منځنۍ او لوړې سويې تکنالوژۍ په برخه کې خپلمنځي همکاري لا نوره پياوړې کړي.

پوتين زياته کړه، د هوايي چلند او فضايي چارو په برخو کې د چين او روسيې تر منځ همکاري هم په عادي توګه روانه ده. موږ د ايکولوژيکی چاپېريال مسئلې د حل لپاره په ګډه کوښښ کوو او په دوامداره توګه مو د انرژۍ په برخه کې په لويه پيمانه پروژې ترسره کوو، مثلا د اټومي انرژۍ په اړه پروژې. چين د روسيې د انرژۍ په بازار کې خپله برخه زياته کړې. اوس چين د عمار په نوم د مايع ګازو پروژه له لويو مساهمينو څخه دی . برسيره پر دې، چين د روسيې د سيبريا- اولار په نوم د نفتو او طبيعی ګازو شرکت لس سلنه سهم لري. موږ د چيني شرکت د پانګونې هر کلی کوو.

د اقتصاد او سوداګرۍ نه پرته، موږ ته د هنر او کلتور په برخه کې د چين او روسيې تر منځ همکاري هم ډېره مهمه ده.په وروستيو کلونو کې دواړو هېوادونو د چين کال، روسيې کال، د دواړو هېوادونو د ځوانانو تبادلې کال، د روسي ژبې کال او د چيني ژبې کال په شمول کلتوري فعاليتونه ترسره کړي دي چې د دواړو هېوادونو د وګړيو تر منځ تفاهم او يو د بل پېژندنې يې ډېرې پياوړې کړې دي.

ولادمير پوتين د يوه کمربند او يوې لارې د جوړونې وړانديز په اړه چې د رئيس شي جين پينګ لخوا وړاندی شوی، وويل چې دغه وړانديز ډېر د علاقې وړ دی او پراخه راتلونکی لري. اوس موږ د دواړو برخو په اړه خبرې اترې کوو چې لومړی، د روسيې او چين دوه اړخيزې خبرې اترې او دوهم د چين او اسيا او اروپا تر منځ د اقتصادي ټولنې په اړه خبرې اترې دي. يوه لنډه موده مخکې، د اروپا او اسيا د اقتصادي ټولنې پنځو غړو هېوادونو د اړوندو محتوياتو په اړه بحث وکړ او موافقه مو وکړه چې د يوه کمربند او يوې لارې په چوکاټ کې له چين سره همکاري لا نوره پياوړې کړو.

د شانګهای همکارۍ سازمان نوې سرمشريزه غونډه به ژر د ازبکستان په پلازمينه تاشکند کې تر سره شي. پوتين په دې اړه وويل، د شانګهای همکارۍ سازمان په سيمه کې يو جلبونکی سازمان ګرځېدلی دی او ډېر هېوادونه غواړي په دې سازمان کې ګډون وکړي. د تېر کال په سرمشريزه غونډه کې مو په دې سازمان کې د هند او پاکستان د ګډون پرېکړه تصويب کړه او په سږنۍ غونډه کې به موږ دغه پرېکړه عملي کړو. اوس نړيواله اوضاع پيچلې ده او د نړيوالو مسئلو په هکله د بېلا بېلو هېوادونو نظريې بېلې دي. په ياد سازمان کې د دوی په ګډون سره به د نړيوالو مسئلو د حل لپاره فعاله زمينه برابره شي، نو موږ دې ته سترګې په لار يو.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای