د افغانستان پوځ د روانې مياشتې په ٢٦ نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې د ٢٥ نيټې په شپه د امريکا د بی پيلوټه الوتکې له خوا د هوايي بمبارۍ په ترڅ کې ١٦ تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
په ياده اعلاميه کې ويل شوي چې د روانې مياشتې د ٢٥ نيټې په شپه د کندز ولايت په چهاردره سيمه کې د امريکا بی پيلوټه الوتکې پر دوو موټرونو هوايي بمباري وکړه چې په ١٦ تنو وژل شويو کسانو کې د طالبانو يو لوړپوړی مشر هم شامل و.
طالبانو ددغه بريد په اړه غبرګون نه دی ښودلی.
_زلمی
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |