CRI Online

د جنوبي سمندر په اړه د چين او فليپين شخړه د قلمرو او سمندري سرحد د ټاکلو شخړه ده

cri     (GMT+08:00) 2016-06-28 15:55:41

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د جون په ٢٧مه نېټه هغو چيني او بهرنيو کاپوهانو چې د جنوبي سمندر د حکميت قضيې او د نړيوالو قوانينو په سيمينار کې ګډون لري، د هالنډ په هاګيو ښار کې يوه خبري ناسته جوړه کړه. دوی په دې خبري ناسته کې دې ته اشاره وکړه چې د جنوبي سمندر په اړه د چين او فليپين تر منځ شخړه په اصل کې د قلمرو او سمندري سرحد د ټاکلو شخړه ده، د فليپين لخوا وړاندې شوی منځګړيتوب قضيه ډېره د شک وړ ده.

چيني او بهرنيو کارپوهانو په دې خبري ناسته کې د جنوبي سمندر په اړه د چين او فليپين د شخړې اصل، د فليپين د منځګړيتوب قضيې په اړه د چين د دريځ او پر نړيوالو قوانينو د دې قضيې د اغېزې په اړه د خبريالانو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل. د م م د نړيوالو قوانينو د کمېټې پخواني رئيس، ٧٤ کلن پيمراجو راو وويل د جنوبي سمندر په اړه د چين او فليپين شخړه د قلمرو او سمندري سرحد د ټاکلو شخړه ده. ده وويل

(( د دې شخړې له پيل راهيسې فليپين دا نظر لري چې د دوی لخوا وړاندی شوې منځګړيتوب قضيه له حاکميت سره اړه نه لري، يعنې دا پکې نه يادېږي چې چېرته د چين قلمرو او چېرته د فليپين قلمرو دی. خو زما په اند، د چين دعوا سمه ده چې پروا نه شته چې ايا دا يوه سمندري ډبره او يا يو ټاپو دی، بايد لومړی دا تاييد شي چې دغه ځای په کوم هېواد پورې اړه لري. ))

راو دې ته اشاره وکړه چې د قلمرو مسئله د م م د سمندري قانون تړون لخوا د تنظيم په چوکاټ کې نه شاملېږي، د چين حکومت هم اعلان کړی چې د قلمرو او سرحد ټاکلو مسئلې په اړه منځګړيتوب نه مني. منځګړې اداره د حاکيمت او د سمندري سرحد د ټاکلو په هکله د کنټرول حق نه لري.

د نړيوالې محکمې پخواني قاضي عبدالله کروما د ښاغلي راو له نظر سره موافقه وکړه او و يې ويل، دا يوه مهمه مسئله ده چې د فليپين لخوا د وړاندې شوې د منځګړيتوب قضيې په کيفيت پوه شي. هغه پر دې ټينګار وکړ، د م م د سمندري قانون په تړون کې په څرګنده توګه ټاکلې چې ځينې شخړې په زور د منځګړيتوب مرحلې ردېدلی شي، حاکميت لرونکی هېوادونه د دې اعلاميې د خپرولو حق لري. د منځګړې ادارې د کنټرول حق او اړوندې مسئلې په اړه تر محاکمې مخکې بايد د حاکميت لرونکو هېوادونو دريځ تر غور ونيسي.

د تايوان د سمندر پوهنتون د سمندري قانون د څېړنيزې ادارې پروفيسر ګاو شنګ تي وويل، چين د جنوبي سمندر مسئلې په اړه د منځګړيتوب نتيجې د منلو دنده نه لري. ده وويل

(( د فليپين لخوا په وړاندې شويو سندونو کې مرکزي شخړه نه يادېږي، خو يوازې ظاهري محتويات دي. نو پروا نه لري چې د منځګړيتوب قضيې نتيجه څه ده، د بېلا بېلو خواوو دريځ د دې نتيجې له امله نه بدلېږي، څرنګه چې اصلي شخړه نه ده حل شوې.))

د چين د وو هان پوهنتون د نړيوالو قوانينو د څېړنيزې ادارې کارپوه يي شيان هه وويل

(( دا مالومه ده چې د جنوبي سمندري مسئلې منځګړيتوب قضيې سرچينه دا ده چې فليپين په جنوبي سمندر کې د چين څو ټاپوګان نيولي. نو د دې مسئلې د حل لپاره بايد لومړی د دغو ټاپوګانو د حاکميت شخړه حل شي. برسيره پر دې، د فليپين موخه د دغو ټاپوګانو په اړه د چين حاکميت نه منل دي، نو د دې منځګړيتوب قضيې اصلي کيفيت د قلمرو حاکميت مسئله ده.د فليپين نورې غوښتنې، مثلا د سمندري ګټو سرچينې، د دغو ټاپوګانو د مقام ټاکل، د جنوبي سمندر په ځانګړې جغرافيايي چوکاټ کې ټولې غوښتنې د جنوبي سمندر په اړه د چين او فليپين د سرحد د ټاکلو مسئلې برخې دي، نو د فليپين لخوا د وړاندې شوې د منځګړيتوب قضيې اصلي کيفيت د سمندري سرحد ټاکلو مسئله ده. ))

د نړيوالې محکمې پخواني قاضي عبدالله کروما په دې خبري ناسته کې وويل، د خبرو اترو له لارې په سوله ييزه توګه د شخړې حلول د نړيوالو قوانينو عملي کول دي. د جنوبي سمندر مسئله يوه پيچلې مسئله ده او د ډېرو هېوادونو له ګټو سره اړيکې لري، د دې لپاره چې دغه مسئله په سوله ييزه توګه حل شي او د جنوبي سمندر پر غاړو پراته هېوادونه په سوله کې ګډ ژوند کولای شي، خبرې اترې د دې مسئلې د حل لپاره تر ټولو ښه لاره ده.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای