CRI Online

بان کي مون د اسرائيلو او فلسطين له مشرانو څخه غوښتنه وکړه چې د دواړو خواوور ترمنځ د دايمي سولې د رامنځته کېدو لپاره تدبيرونه ونيسي

cri     (GMT+08:00) 2016-06-29 14:10:48

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې د م م عمومي منشي بان کي مون د روانې مياشتې له ٢٧مې نيټې څخه تر ٢٨مې نيټې پورې له اسرائيلو او فلسطين څخه دوه ورځنۍ ليدنه وکړه او په ٢٨مه نېټه يې د فلسطين او اسرائيلو له مشرانو څخه غوښتنه وکړه چې په زړه ورتوب سره د دواړو خواوو ترمنځ د دايمي سولې د رامنځته کېدو لپاره تدبيرونه ونيسي او د دواړوهېوادونو لايحې پلي کولو ته دې دوام ور کړي.

بان کي مون په همدې ورځ په بيت المقدس کې د اسرائيلو له صدراعظم نيتانياهو سره وکتل او ور پسې يې په يوه خبري ناسته کې وويل چې د فلسطين او اسرائيلو ترمنځ شخړې يوازې په زړه ورتوب سره د سياسي لارو چارو له لارې حل شي.

هغه وويل (اواز............)له اوږدې مودې راهيسې د اسرائيلو او فلسطين خلک د زورزياتي پېښو سره مخ دي، خو دغې پېښې يوازې د امنيتي تدبيرونو له لارې نه شي ليری کيدای او دغه مسئله بايد د دواړو خواوو د مشرانو له خوا په ساسي لارو چارو حل شي.

د دې ترڅنګ د اسرائيلو صدراعظم نيتانياهو حماس ډله وغندله چې غزه يې تر کنترول لاندې ده او سولې ته يې زيانونه رسولي دي.هغه وويل (اواز...........) حماس په بې رحمي او ناقانونه توګه زموږ د عسکرو جسدونه ساتلي او زمونږ اتباع يې نيولي دي.ور څخه مې غوښتنه وکړه چې خپلو کورونو ته د دغو عسکرو او اتباعو د بېرته راتګ لپاره مرستې وکړي.هيله لرم چې م م د حماس ډلې دغه جرمونه نړيوالو ته وښيې او زموږ د امنيتي تدبيرونو ملاتړ وکړي چې موخه يې د اتباعو خونديتوب دی.

د دې ليدنې په موده کې اسرائيلو له ترکيې سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د عادي کېدو لپاره يو تړون لاسليک کړ، خو د ترکيې هغه غوښتنه د اسرائيلو له خوا ونه منل شو چې پر غزې باندې بنديزونه دې لغوه کړي.اسرائيلو په څرګنده توګه وويل چې د غزې پر سمندري سيمې بنديزونو ته به دوام ور کړي،خو موافقه يې وکړه چې ترکيه د اسرائيلو د اشدود بندر له لارې غزې ته بشري مرستې رسولي شي.

په همدې ورځ بان کي مون له غزې څخه د ليدنې په ترڅ کې له اسرائيلو څخه پر دې سيمې څخه د بنديز ليری کولو غوښتنه وکړه.بان کي مون وويل (اواز..........) پر غزې بنديزونه ځايي وګړو او اقتصاد ته زيانونه رسولي دي او له دې امله يې د غزې د بيا رغونې لپاره خنډونه اچولي چې دا د ځايي فلسطينيانو پر وړاندې ډله ييزه سزا ده.موږ بايد د غزې خلک پر مخ موجودي ننګونې او ستونزې،د اسرائيلو له خوا په نيول شويو تدبيرونو سره د فلسطينيانو غمونه او د غزې او اردن سيند ترمنځ جلاکېدونکی حالت ومنو.

بان کي مون له فلسطين څخه غوښتنه وکړه چې د دې هېواد په دننه کې ملي روغه جوړه ژر تر سره کړي او د دې ترڅنګ يې پر نړيوالې ټولنې غږ وکړ چې سوله ييز بهير بيا پيل کړي.د همدې ورځې په شپه بان کي مون د اردن سيند په لويديزه غاړه رام الله ښار کې د فلسطين له ولسمشر محمود عباس سره وکتل او د فلسطين په دننه کې د روغې جوړې د رامنځته کېدو او پر غزې د بنديزونو د ختمېدو اهميت يې ټينګار وکړ.بان کي مون وويل(اواز...........) په غزه کې دايمی ثبات پر دوو سترو پرمختګونو پورې تړاو لري چې لومړی يې غزه او د اردن سيند لويديزه غاړه بايد د يووالي، ديموکراتيک او قانوني فلسطيني حکومت تر ادارې لاندې وي.دوهم د م م د امنيت شورا د ١٨٦٠ لمبر پرېکړه ليک له مخې پر غزې بنديزونه په پوره توګه لغوه شي، بايد د اسرائيلو قانوني امنيت تر نظر لاندې ونيول شي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای