CRI Online

چين په استانبول کې ترهګريزه پېښه وغندله

cri     (GMT+08:00) 2016-06-29 17:11:38

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د جون په ٢٨مه نېټه د ترکيې د استانبول ښار د اتاتورک په نړيوال هوايي ډګر کې يوه سخته ځانمرګي خونړۍ پېښه وشوه او له امله يې سخته مرګژوبله واړوله. د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند هونګ لی د جون په ٢٩مه نېټه په يوه خبري ناسته کې وويل، چين دغه ترهګريزه پېښه سخت غندي.

هونګ لی وويل، چين له هر ډول ترهګرۍ سره مخالفت کوي او له نړيوالې ټولنې څخه غوښتنه کوي چې د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې په برخه کې همغږي پياوړې کړي او سيمه ييزه سوله او ثبات دې په ګډه وساتي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای