CRI Online

د ترکيې په هوايي ډګر کې د چاودنو له امله ٤١تنه ووژل شول

cri     (GMT+08:00) 2016-06-30 09:00:12

د سين هوااژانس د خبر له مخې: د ترکيې د استانبول ايالت والي دفتر د جون په ٢٩مه نېټه وويل د استانبول د اتاتورک په هوايي ډګر کې د جون په ٢٨مه نېته ماښام يو لړ چاودنې وشوې چې له امله يې ٤١ تنه ووژل او ٢٣٩ تنه نور ټپيان شول. په ترکيې کې د چين سفارت دا تصديق کړ چې په دغو چاودنو کې هيڅ چينايي اتباع ته مرګژوبله نه ده اوښتې او چيني اتباعو ته يې خبرداری ورکړ چې په محتاطه توګه ترکيې ته سفر کړي.

د استانبول ايالت والي دفتر د جون په ٢٩مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل په ٤١ مړه شويو کسانو کې ١٢ تنه بهرنيان و چې په جلا جلا توګه له سعودي عربستان، عراق، تونيس، ايران، اوکراين او ازبکستان څخه راغلی و.

د ترکيې صدراعظم بينالي يلديريم د جون په ٢٩مه نېټه وويل د اړوندو نښو څخه څرګندېږي چې داعش دغه بريدونه تر سره کړي دي، خو د بريد کوونکو د هويت د پيژدنې کارونه روان دي.

له بريدونو وروسته د ترکيې حکومت د بحران د حلولو ډله جوړه کړه، پوليسو د اتاتورک هوايي ډګر تړلی او له استانبول څخه او استانبول ته ټولې الوتنې وځنډيدلې.

د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوګان د يوې اعلاميې په خپرولو سره په اتاتورک هوايي ډګر کې د بريدونو سخته غندنه وکړه او ويې ويل چې په هره بيه به له ترهګريزو ډلو سره مقابله وکړي.

ژباړونکې:ډيوه  

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای