CRI Online

د اروپايي ټولنې مشرانو له بريتانيي څخه غوښتنه کړې چې ژر تر ژره په منظم ډول له اروپايي ټولنې څخه د وتلو کارونه تر سره کړي

cri     (GMT+08:00) 2016-06-30 09:08:00

د سين هوااژانس د خبر له مخې: د اروپايي ټولنې مشرانو د جون په ٢٩مه نېټه په بروکسيل کې وويل بريتانيا بايد ژر له اروپايي ټولنې څخه د وتلو تياريانې ونيسي او اروپايي ټولنې ته يې خبر ورکړي چې له اروپايي ټولنې څخه د دغه هېواد د وتلو اجنداوې پيل کړي تر څو په راتلونکی موده کې د بې ثباتو حالاتو د رامنځته کېدو مخه ونيسي.

د ون په ٢٨مه نېټه د اروپايي ټولنې د ٢٨ هېوادونو له سرمشريزې غونډې وروسته په ٢٩مه نېټه د اروپايي ټولنې د ٢٧ هېوادونو مشرانو غير رسمی سرمشريزې غونډې ته دوام ورکړی چې د بريتانيي لومړي وزير ډويد کاميرون په کې برخمن نه و.

اروپايي ټولنې له غونډې وروسته د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل له اروپايي ټولنې څخه د بريتانيي د وتلو کارونه بايد په منظم ډول تر سره شي. د اروپايي ټولنې د ٢٧ هېوادونو مشران له بريتانيي نه غواړي چې که بريتانيا تيار وي، بايد سمدستی اروپايي ټولنې ته خبر ورکړي او هېله يې څرګنده کړه چې بريتانيا ژر تر ژره د تياريانې وخت لنډ کړي.

اروپايي ټولنه به د بريتانيي له خبرتيا وروسته ژر له بريتانيي سره د خبرو اترو اصول تصويب کړي او ورپسي د اروپايي ټولنې کميټه او د اروپا پارلمان د اروپايي ټولنې د مقرراتو له مخې په خبرو اترو کې خپلې دندې پوره کړي.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای