د سين هوااژانس د خبر له مخې: د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د جون په ٢٩مه نېټه د حکم په لاسليکولو سره وايي چې پر روسيې د لويديځو هېوادونو د بنديزونو ضد د تدبيرونو د ختمېدو وخت به د ٢٠١٦ کال د اګست له شپږمې نيټې څخه د ٢٠١٧ کال تر پايه پورې اوږد کړي.
د روسيې د قانوني مالوماتو ويبپاڼې په همدې ورځ د اړوندو سندونو له مخې د روسيې د ګټو ساتلو لپاره ولاديمير پوتين اړوندو څانګو ته حکم ورکړی چې پر روسيې د بنديزونو ضد ځانګړي اقتصادي تدبيرونه چې د ٢٠١٤ کال څخه له اګست مياشت پيل شوی، د ٢٠١٧ کال د دسمبر تر ٣١مې نيټې پورې به دوام ولري.
په اوکراين کې د بحران له رامنځته کېدو وروسته امريکا او اروپايي ټولنې پر روسيې د بنديز لګولو څو تدبيرونه نيولي دي. د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د ٢٠١٤ کال د اګست په ٦مه نېټه د حکم په لاسليکولو سره دا وضع کړی چې په يو کال کې له هغو هېوادونو څخه چې پر روسيې د بنديزونو تدابير غوره کړی، روسيې ته د کرهنيزو توليداتو، اصلي مالونو او خوراکي توکو د وارداتو مخه ونيسي. د ٢٠١٥ کال په جون مياشت کې د روسيې حکومت پريکړه کړی چې دغه حکم تر يو بل کاله اوږد کړي.
ژباړونکې:ډيوه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |