د سين هوااژانس د خبر له مخې: د فيليپين اړوند د جنوبي سمندر د قضاوت دوسيې د قضاوت سکريتريت د جون په ٢٩مه نېټه وويل د قضاوت محکمه به د جولای په ١٢مه نېټه د فيليپين اړوند د جنوبي سمندر د قضاوت دوسي د واقعی مسئلو حکم خپور کړي.
په دې هکله د چين حکومت څو څو ځله تائيد کړی چې فيليپين په يوه اړخيزه توګه د جنوبي سمندر په اړه قضاوت وړاندی کړی چې له نړيوال قانون سره سرغړونه ده. د قضاوت محکه د دغې دوسيې په هکله د ادارې حق نه لري، چين نه مني او په قضاوت کې به ګډون ونه لري. د قضاوت په محکمه کې هر حکم ناقانونه او بی اغيزمنه ده. چين نه پيژني او نه يې مني. مخکې د دغې دوسيې په اړه د قضاوت محکمې د ادارې حق او د حلولو واک د نړيوال قانون د کارپوهانو ډېر شکونه راپارولي دي.
د ٢٠١٣ کال د جنورۍ په ٢٢مه نېته فيليپين په يوه اړخيزه توګه قضاوت وړاندی کړ. د فيليپين د غوښتنې له مخې په لنډ مهالي ډول د قضاوت پنځه کسيزه محکمه جوړه شوه. له دې وروسته د قضاوت محکمه او فيليپين د چين له نظريې پرته د قضاوت اجنداوې پرمخبيولی دی.
ژباړونکې:ډيوه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |