د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې:د داعش ضد چارو کې د امريکايي پوځ وياند د جون په ٢٩مه نېټه په منځني ختيځ کې د امريکايي پوځ په يوه اډه کې د ويډيوي غونډې له لارې خبري رسنيو ته وويل امريکايي پوځ غواړي په مداومه توګه د عراق له پوځ سره مرسته وکړي چې په روان کال کې بيا موصول ونيسي.
د روانې مياشتې په ٢٦مه نېټه د عراق پوځ په پوره توګه د فلوجه د بيا نيولو او د داعش د لږ تر لږه ١٨٠٠ تنه غړيو د وژلو اعلان وکړ. نوموړي د جون په ٢٩مه نېټه وويل د عراق د پوځ د عملياتو په ملګرتيا ائتلافي پوځ په تيرو پنځو اونيو کې پر فلوجه او ګاونډيو سيمو ١٠٦ ځله هوايي بريدونه تر سره کړي دي. داعش اوس د ځان ساتلو په حال کې دی، خو د عراق پوځ په پر له پسي ډول د رامادي، هاديتا او فلوجه په شمول د ځايونو له بيا نويول وروسته ډېر ټينګ باور او پلان لري چې موصول کې پرمختګ وکړي.
نوموړي وويل د عراق د صدراعظم هادير العباد د پلان له مخې د عراق پوځ به په روان کال کې موصول بيا ونيسي. امريکايي پوځ به تر وسي پورې د دغې موخې د عملي کولو لپاره د عراق له پوځ سره مرسته وکړي.
ژباړونکې:ډيوه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |