د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند هونګ لۍ د روانې مياشتې په ٢٩ نېټه په يوه خبري ناسته کې وويل چې چين د جنوبي سمندر مسئلې په اړه د کمبوديا د صدراعظم هون سن او د ولسي ګوند عادلانه او مساوي دريځ ستايي.
د کمبوديا د ولسي ګوند رئيس او صدراعظم هون سن په ٢٨ نېټه د جنوبي سمندر مسئلې په اړه وويل چې دغه ګوند د دې مخالفت کوي چې د جنوب ختيځې اسيا ټولنې د جنوبي سمندر مسئلې د حکميت کولو په اړه اعلاميه خپره کړه. بهرني هيوادونه بايد په دی مسئله کې لاسوهنه ونه کړي او اړوند هيوادونه بايد په سمه توګه شوې عملياتي اعلاميه پلی کړي.
_زلمی
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |