CRI Online

د امريکا د سی ای ای مشر وايي امکان شته چې داعش به پر امريکا بريد وکړي

cri     (GMT+08:00) 2016-06-30 14:35:13

د سين هوااژانس د خبر له مخې: د امريکا د سی ای ای مشر جون برينان د جون په ٢٩مه نېټه خبرداری ورکړ چې امريکا لا هم د ترهګريزو بريدونو له ګواښونو سره مخامخ دي. د ده په نظر داعش اوس فکر کوي چې پر امريکا په استانبول کې چاودنو ته ورته بريدونه وکړي.

برينان په همدې ورځ د امريکا د ديپلوماتيکې ټولنې په يو فعاليت کې د ګډون په وخت کې وويل داعش په مستقيمه او غير مستقيمه توګه په منځني او نورو سيمو کې يو لړ ترهګريز بريدونه تر سره کړي او کوي يې او په همدې وخت کې يې لمسون کوونکی تبليغاتي مالومات خپاره کړي چې پر امريکا بريد وکړي. هغه له هرې نظريې سره مخالفت کوي چې امريکا له ترهګريزو بريدونو سره اړيکې نه لري او داعش پر امريکا د بريدونو پلان نه لري.

نوموړي وويل د سپتمبر په ١١مه نېټه له پيښې وروسته په امريکا کې د امنيت تامينولو اندازه ډېره پياوړې شوې ده. خو په همدې وخت کې د ترهګريزو بريدونو په اړوند د استخباراتو مالومات ډېر زيات دي، نو له دغو استخباراتو څخه د سم انفرميشن تر لاسه کولو کارونه ډېرې ننګونې لري. هغه وويل اد د انديښنې وړ دی چې داعش د ساينس او تکناروژۍ له لارې ترهګريز فعاليتونه پلان جوړوي.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای