CRI Online

د اروپايي ټولنې د ٢٧ غړيو غير رسمی سرمشريزه غونډه تر سره شوه

cri     (GMT+08:00) 2016-06-30 15:26:35

د اروپايي ټولنې د ٢٧ غړيو مشرانو د جون په ٢٩مه نېټه په مداومه توګه په بروکسيل کې سرمشريزه غونډه تر سره کړه او دا د اروپايي ټولنې د سرمشريزو غونډو د تر سره کېدو له پيل څخه د څه دپاسه څلويښتو کلونو راپدې خوا لومړی ځل دی چې بی له بريتانيي څخه د اروپايي ټولنې سرمشريزه غونډه تر سره شوه. په غونډه کې برخوالو مشرانو له غونډې وروسته د يوې اعلاميې په خپرولو سره هېله څرګنده کړه چې د بريتانيي حکومت ژر اروپايي ټولنې ته له دغې ټولنې څخه د وتلو نيت روښانه کړي او ويې ويل چې که بريتانيا غواړي د اروپايي ټولنې په يوازينی بازار کې ګډون کولو حق تر لاسه کړي، هرومرو په ازاد ډول د کسانو د تګ راتګ بنسټيز اصول مني.

اروپايي ټولنې په همدې ورځ غير رسمی سرمشريزه غونډه تر سره کړه چې په ځانګړې توګه له اروپايي ټولنې څخه د بريتانيي د وتلو په هکله يې سلامشورې وکړې او د اروپايي ټولنې د پرمختګ د لوري په هکله يې پلانونه جوړ کړل. د بريتانيي لومړي وزير داويد کاميرون په دغه غونډه کې نه و. د اروپا د شورا رئيس دونالد توسک وويل(اواز)

موږ يو ځل بيا دا تصديق کوو چې له اروپايي ټولنې څخه د بريتانيي د وتلو کارونه بايد په منظم ډول تر سره شي. له دې نه مخکې چې بريتانيا په رسمی توګه اروپايي ټولنې ته له دغې ټولنې څخه د وتلو په اړه خبرتيا ورکړي، د هر ډول خبرې اترې به تر سره نه شي. موږ هيله لرو چې بريتانيا به لا هم د اروپايي ټولنې نژدی ملګری وي.

د ليسبون د تړون له مخې که د اروپايي ټولنې غړي غواړي له دغې ټولنې څخه ووځي، بايد د دغه هېواد حکومت لومړی د خبرو اترو غوښتنه وړاندې کړي. که څه هم په بريتانيا کې د نوي لومړي وزير ټاکل وخت ته اړتيا لري، خو د خبري رسنيو په قول د اروپايي ټولنې زياتر هېوادونه او مشران هېله لري چې ژر تر ژره له اروپايي ټولنې څخه د وتلو تړون په هکله د خبرو اترو غوښتنه وړاندې کړي تر څو د اروپايي ټولنې د شکمنو نظريو د خپريدو او بازارونو ته د زيانونو رسولو مخه ونيسي.

اروپايي ټولنې په همدې ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې اروپايي ټولنه به په راتلونکې کې له بريتانيي سره د هر تړون د لاسليکولو په وخت کې د حقوقو او دندو د مساواتو پر بنسټ بريتانيي ته د دريم هېواد په توګه وګوري. که بريتانيا غواړي د اروپايي ټولنې يوازينی بازار ته ننوځي، د اروپايي ټولنې څلور اصول ومني چې سوداګريزې توکې، پانګې، کسان او خدمتونه په ازاد ډول تګ راتګ کولی شي. توسک په مطبوعاتي غونډه کې وويل (اواز)

په ياده غونډه کې برخوالو مشرانو په څرګند ډول دې ته اشاره کړې چې که بريتانيا غواړي د اروپايي ټولنې په يوازينې بازار کې برخه ولري، بايد د ازاديدو په اړوند څلور اصول ومني چې په ازاد ډول د کسانو تګ راتګ هم پکې شامل دی.

د خبر له مخې د بريتانيي لومړي وويل داويد کاميرون د جون په ٢٨مه نېټه د اروپايي ټولنې او د دغې ټولنې د غړيو هېوادونو مشرانو ته له اروپايي ټولنې څخه د بريتانيي د وتلو په هکله د مالوماتو ورکولو په وخت کې وويل په ازاد ډول د کسانو تر منځ تګ راتګ له اروپايي ټولنې څخه د بريتانيي د وتلو سرچينه ده. اروپايي ټولنه هرومرو بايد فکر وکړي چې په جدی ډول د کډوالو چارې کنټرول کړي.

له اروپايي ټولنې څخه د بريتانيي د وتلو په اړه د ټولپوښتنې له امله د اروپايي ټولنې د راتلونکې په هکله بهرنې انديښنې زياتې شوې او د دغې ټولنې په دننه کې د اصلاحاتو غوښتنې ورځ په ورځ ټينګې شوې دي. توسک وويل په ياده غونډه کې برخوالو مشرانو په همدې ورځ د اروپايي ټولنې په اړه د زياتو خلکو د ناخوښي حالت په هکله بحث کړی او ويې ويل چې دوی بايد خلکو ته هيلې ورکړي. د اروپايي ټولنې د کميټې رئيس توسک وويل دا څرګنده ده چې اروپايي ټولنه د اصلاحاتو چټکتيا ته اړتيا لري، خو په غوره شويو تدبيرونو کې به اصلاحات رانه شي، اروپايي ټولنه به مقررات تعديل نه کړي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای