CRI Online

د چين کارپوه: دا يوه غلطۍ ستراتيژي ده چې امريکا د چين په جنوبي سمندر کې له چين سره مقابله وکړي

cri     (GMT+08:00) 2016-07-04 15:57:44


د جون په ٢٩مه نېټه، د هاګ د حکميت محکمې چې د فيليپين د يو اړخيزې غوښتنې له امله جوړه شوې، د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، چې د جولای په ١٢مه نېټه به تش په نامه وروستی حکم خپور کړي. په دې هکله چين د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، چې د حکميت محکمې فيصله او حکم نه مني. خو د امريکا د بهرنيو چارو وزارت يوې وياندې په همدې ورځ وويل، چې امريکا د حکميت په شمول د همدغسي نړيوال قانوني ميکانيزم د کارولو له لارې د جنوبي سمندر شخړې د سيمه ييز حل ملاتړ کوي، دا د امريکا له دايمي پاليسۍ سره سمون لري. د امريکا ياده څرګندونه په ښکاره توګه د هغې خپلې پخوانۍ څرګندونې څخه سرغړونه ده چې په ٢٠١٤ کال کې يې دا ويلې وه چې د جنوبي سمندر د شخړې په اړه څرګند دريځ نه لري. د چين د خلکو پوهنتون د نړيوالو اړيکو اکاډمۍ مرستيال جين څان ژونګ له خبريال سره د مرکې په ترڅ کې وويل، چې که امريکا د جنوبي سمندر په باره کې له چين سره مقابله وکړي، دا به د امريکا ستراتيژيکه تېروتنه وي.

واقعيتونه دا دي چې امريکا د جنوبي سمندر مسئلې په باره کې سمې خبرې نه دي کړې او لا کوي يې، د امريکا کړه وړه د جنوبي سمندر شخړې د سختوالي يو مهم لامل دی، ځکه د دې شخړې سختوالی په اسيا او ارام سمندر سيمه کې د امريکا د بيا برابرۍ ستراتيژۍ يوه نمونه ده. د چين د خلکو پوهنتون د نړيوالو اړيکو اکاډمۍ مرستيال جين څان ژونګ وويل

(( امريکا په دې اندېښمنه ده چې موږ د ټاپوګانو له جوړولو وروسته به جنوبي سمندر کنترول کړو، دغه راز د دوی ستراتيژيکو ګټو ته به زيانونه ورسوو. د بېلګې په توګه د هندي سمندر او ارام سمندر تجارت به د چين له خوا کنترول شي، د ګوهان ټاپو او ديګو ګرسيا ټاپوترمنځ د امريکا د سمندري او هوايي ارتباطو به وتړل شي، د چين ستراتيژيکي اټومي اوبتلونه به د جنوبي سمندر په لا پراخې ساحې کې فعال شي، او داسې نور. د امريکا دغه فکر له يوې خوا معقول دی، خو له بلې خوا د شک وړ دی. که د چين او امريکا ترمنځ اړيکې ډېرې ثابتې وي او امريکا پر موږ د پوځي فشار له لګولو څخه لاس واخلي، چين په پوره توګه کولی شو چې په امريکا کې د رئيس شي جين پينګ له خوا د ويل شويو خبرو په شان، د تکنالوژۍ په برخه کې زموږ ځواکمن توان د جنوبي سمندر په پوځي چارو کې استعمال نه کړو، د نړيوالو عامه خدمتونو په برابرولو کې به يې ولګوو. اوسنۍ مسئله دا ده چې د امريکا غبرګون مناسب نه دی، نو چين د خپل دفاعي توان لوړوالو ته اړ دی. ))

د جولای په ٣مه نېټه، د سينهوا اژانس د يوې مقالې په خپرولو سره وويل، چې له نورو هېوادونو سره د لاس يو کولو په وسيله له چين سره مقابله، د چين پر ضد د ائتلاف جوړول او د چين بدنامول ښايي د امريکا له دولتي ګټو سره سمون وخوړي. دا د يو هغه هېواد په وړاندې چې د سوله ييز پرمختګ په بهير کې ځواکمن شوی او د سوله ييز پرمختګ په فضا کې د يووالي په لور د پرمختګ په حال کې دی، د امريکا رويه ده. ښاغلي جين څانګ ژونګ وويل، چې دا د امريکا ستراتيژيکه تېروتنه ده.

(( زما په اند که مقابله رامنځته شي، د چين غوره والی به ښکاره شي. لومړی، جغرافيايي نژدېوالی، دغه سيمه له چين سره نژدې ده. دوهم، ستراتيژيک تمايل. د چين دولتي پرمختګ د امريکا په پرتله چټک دی. درېيم، له دې وروسته چې د ١٩٩٩ کال د مې په ٨مه نېټه د امريکا له خوا په صربيا کې د چين پر سفارت بمباري وشوه، چين د پوځي عصري کېدو په برخه کې چټک پرمختګ کړی دی. په راتلونکي کې به زموږ غوره والی لاښکاره شي. نو زما په اند د ستراتيژۍ له لحاظه دا د امريکا تېروتنه ده چې په دغسې وخت کې يې له چين سره مقابله انتخاب کړې ده. ))

ښاغلي جين څان ژونګ په دې نظر دی چې دا د نړيوالو قوانينو د درناوي ښکارندويي کوي چې چين له حق څخه تېری کوونکو عملونو په وړاندې قانوني مخالفت کوي.

((موږ د نړيوالو قوانينو درناوی کوو، خو موږ د خپل تفام سره سم نړيوال قوانين اجرا کوو. نړيوال په دې پوهيږي چې د جنوبي سمندر حکميت يوه رښتينې قانوني مسئله نه ده، نو د نړيوالو قوانينو د درناوي له امله موږ د محکمې او قضيې له هغو کړو وړو سره مخالفت کوو چې له حقونو څخه تېری بلل شوي دي.))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای