CRI Online

د چين جنوبي سمندر د جنوبي چين سمندرمانا نه لري

cri     (GMT+08:00) 2016-07-05 17:24:07


د جنوبي سمندر د حکميت قضيې په اړه د فيليپين رئيس د مدافع وکيل رئيس پول رېچلر د جون په ٢٩مه نېټه د رويټرز خبري اژانس له خبريال سره د مرکې په ترڅ کې وويل، چې د فيليپين د جنوبي سمندر د ويشلو په هکله د چين ادعا د نهو فرضي خطونو پر بنسټ ولاړه ده . هغه قضاوت چې د جولای په دوولسمه نېټه به وشي ، د چين د ادعا حقوقي بنسټ به تر پښو لاندې کړي. په دې اړه د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند هون لي د جولای په ٤مه نېټه په يوه خبري ناسته کې وويل، په جنوب سمندر کې د چين ځمکنی حاکميت او اړوند حقوق د اوږدې مودې په تاريخي بهير کې ټينګ شوی دی ، نو دا مسئله اوس د ناقانونه قضاوت تر اغيزې لاندی نشي تلای.

حقيقت دا دی چې امريکا، جاپان او ځيني اسيايي هېوادونه د جنوبي سمندر نهه فرضي خطونه پر چين د نيوکې د پلمې په توګه استعمالوي. د چين د جنوبي سمندر مسئلې په اړه په زياتو نړيوالو موقعيتونو کې ځيني کسان د نهو فرضي خطونو د قانونيت ډېره علاقه لري،که څه هم دغسې شکونه لمسوونکی موخې لري، خو توضيحات يې پيچلي نه دي. د فو دان پوهنتون د تاريخ پوهنځي پروفيسر فنګ وې وويل، نهه فرضي خطونه بايد د U کرښې په شکل ياد شي، دغه کرښه په جنوبي سمندر کې د چين د تاريخي حقونو استازيتوب کوي.

(( دغه کرښه په ١٩٤٧ کال کې رامنځته شوې و. په هغه وخت کې د چين جمهوريت حکومت د يوې پولې يوولس خطونه وټاکل. د چين ولسي جمهوريت له جوړېدو وروسته يوولس خطونه د U کرښې په شکل سم کړي چې ورڅخه يې د ويتنام پر غاړه پراته دوه فرضي خطونه ليرې کړي، نو دا په نهو فرضي خطونو په نوم ياديږي. د امريکا او بريتانيا له پخوانيو سمندري نقشو څخه دا معلوميږي چې دغه سيمه پرته له شکه د چين په خاورو کې شامله ده. فيليپين حرص ناک دی، فيليپين هغه حکميت نه غواړي چې کوم ټاپو او يا کومه سمندري صحره له فيليپين سره اړه لري، فيليپين غواړي چې د چين د تاريخي حقونو په استازيتوب د U کرښېې شکل متزلزله کړي.))

په جنوبي سمندر کې د چين د خطونو ټاکنه په تاريخي بهير کې تر سره شوې چې په دې بهير کې د فرانسې او جاپان تېری او د چين له خوا د جنوبي سمندر د حاکميت بېرته لاس ته راوړنه شامل دي. نهه فرضي خطونه له دې وروسته جوړ شوي هغه وخت چې چين له جاپان څخه د شي شا او نان شان ټاپوګانو حاکميت بيا تر لاسه کړ. خو ځيني کسان په دې نظر دي چې په هغه وخت کې فيليپين يو خپلواک هېواد نه و، په ويتنام کې کورنۍ جګړه روانه وه، دغه راز د چين له خوا د ټاکل شوې سمندري پولې ته يې پاملرنه نه کوله. په دې اړه د پروفيسر فنګ وې په اند ياده نظريه سمه نه ده.

(( دې ته يې پاملرنه کړې او يا نه ده پاملرنه کړې، دا پر دې پورې اړه نه لري چې چين د جنوبي سمندر حاکميت لري. په دې مسئله کې د پام وړ ټکی دا دی چې چين ستا د سمندري قلمرو په حقونو او ګټو خيټه اچولې او يا نه؟ که نه، نو ستا کورني حالات د چين د جنوبي سمندر له حاکميت سره ارتباط نه لري. ))

د جنوبي سمندر د قضاوت قضيه چې فيليپين په يو اړخيزه توګه وړاندې کړې، په جنوبي سمندر کې د چين د نهو فرضي خطونو د قانونيت په هکله حکميت د پاملرنې ټکی دی. ولې د چين په رسمي سندونو کې د نهو فرضي خطونو په هکله څرګند تعبير نه دی ياد شوی؟ پروفيسر فنګ وې وويل چې سبب يې دا دی چې چين تل د توپيرونو د پريښودلو او د شخړو د سختوالي د مخنيوي په اړه رښتينولي او ښه نيت لري.

(( له يوې خوا، چين پر دې ټينګار کوي چې د حاکميت مسئلې په اړه موږ پخپله پريکړه کولی شو، توپيرونه بايد پريږدو او په ګډه دې ترې ګټه واخلو. له بلې خوا، چين دا نه ردوي چې د جنوبي سمندر د مربوطاتو په باره کې ځيني توپيرونه شتون لري. د توپيرونو د سختوالي او د نښتې د مخنيوي لپاره، چين په ځينو برخو کې د سمندري قلمرو بنسټيز خط نه دي ټاکلي. د جنوبي سمندر عمومي مساحت ٣ مليونه ٦٥٠ زره کيلومتره مربع دی او د چين لخوا د غوښتل شوې سمندري ساحې پراخوالی دوه مليونه او يو لک کيلومتره مربع دی چې دغه دوه بېل مفهومونه دي، نو ويل کېږي چې د جنوبي چين سمندر د چين له جنوبي سمندر سره يو شان مانا نه لري . لويديځ هيوادونه غواړي د دغودوو بيلو ماناګانو په ناوړه کارونې سره ګډوډی جوړه کړي، څو دا وښيي چې چين ډير لوی حرص لري او غواړي جنوبي سمندر خپل کورنی سمندر وبولي او د نهو فرضي کرښو د ټاکلو له لارې د نړيوال سمندري قانون په وړاندې مقابله وکړي چې دا د دوي ناوړه سلوک بېلګه ښکاره کوي. ))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای