CRI Online

د چين د دولتي شورا پخوانی غړی :د چين د جنوبي سمندر په هکله منځګړې نتيجه يوازې باطل کاغذ دی

cri     (GMT+08:00) 2016-07-06 16:03:45

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې د جولای په پنځمه نېټه د چين د جنوبي سمندر په هکله د چين او امريکا د دماغي وړتيا لرونکو ارګانونو ترمنځ ديالوګ په واشينګټن کې تر سره شو چې د چين د خلکو د پوهنتون، د چونګ يانګ د پولي چارو د څېړنيز انستيټيوټ ،د امريکا د کارنيګ په نوم د نړيوالې سولې د صندوق،د چين د جنوبي سمندر مسئلې په هکله د څېړنيز انسټيوټ او د امريکا اودرو ويلسن په نوم د نړيوالو کارپوهانو مرکز له خوا په ګډه جوړ شوی و.برخه والو د چين د جنوبي سمندر مسئلې په اړه د دريو موضوعاتو په باب بحث وکړ.د چين د دولتي شورا پخواني غړي دای بينګ ګوو د ديالوګ په پرانيستونکو مراسمو کې وويل چې چين د جنوبي سمندر په هکله منځګړې نتيجه يوازې باطل کاغذ بولي.چين په خپله د خاورو او حاکميت مسئلې حلوي او د دې مسئلې د حل لپاره د هر درېيم هېواد له خوا وړاندی شوې لايحه نه مني.

په همدې ورځ ښاغلي داي بينګ ګوو د دې ديالوګ په پرانيستونګو مراسمو کې وينا وکړه او پکې يې دې ته اشاره وکړه چې له وروستۍ يوې مودې راهيسې د چين د جنوبي سمندر په سيمه کې ناارامتيا رامنځته شوې ده.هغه وويل (اواز.........) دا د پاملرنې وړ ده چې د چين د جنوبي سمندر مسئلې په هکله ډېر يو اړخيز راپورتاژونه او تبصرې خپريږي چې دا د دې مسئلې حقيقت نه ښکاره کوي.زما په اند پر يوې تودې نړيوالې مسئلې په څېړنه کې نه يوازې نړيوال پس منظر تر نظر لاندې نيول کيږي بلکې د دې مسئلې په اړه د اړوندو خواوو ترمنځ تګ راتګ او تبادلې ته هم پاملرنه کيږي.

هغه زياته کړه چې په تېرو لسګونو کلونو کې د چين په جنوبي سيمه کې امنيتي حالت ثابت ساتل شوی او په جنوب ختيځۍ سيمې کې ګړندی پرمختګ راغلي دي چې دا د نړيوالې ټولنې لپاره د چين او اړوندو هېوادونو ستر خدمت دی . که څه هم په دې سيمه کې د سولې او ثبات ساتلو په برخه کې ځيني خنډونه شته دي،خو د چين هغه دريځ نه دی بدل شوی چې د دوه اړخيزو خبرو اترو او مشورو له لارې دې د چين د جنوبي سمندر مسئله حل شي.دا پر نړيوالو قوانينو او د نړيوالو اړيکو پر بنسټيزو اصولو ټينګارول دي او د يادې مسئلې د حل وفصل لپاره لازمه لاره هم ده.هغه وويل (اواز...............)تاسو ټولو ته معلومه ده چې د چين حکومت تر هر څه لومړی هغه دريځ چې د دې مسئلې په هکله اختلافونه دې وځنډول شي او په ګډه سره دې دغې سيمې ته پرمختګ ور کړی شي، بيان کړی او پر دې ټينګار کوي چې بايد د خبرو اترو او مشورو له لارې په سوله ييزه توګه شخړې ليری شي او له اصولو او ميکانيزم سره سم اوسني اختلافونه دې تر کنترول لاندې راوستل شي .د دې ترڅنګ چين هيله هم لري چې د پرمختګ او همکارۍ له لارې د ګډو ګټو پربنسټ ګډ برياليتوبونه تر لاسه کړي او په دې سيمه کې دې د الوتکو د الوتلو او د بېړيو د ازاد تګ راتګ او د دې سيمې سوله او ثبات دې وساتل شي چې دا د يادې مسئلې د حل وفصل لپاره د چين بنسټيزه تګلاره او جدي ژمنه ده.

نوموړي پردې ټينګار وکړ چې فليپين په يو اړخيزه توګه د دې مسئلې په هکله د منځګړيتوب غوښتنه کړې وه چې دا د چين د جنوبي سمندر په هکله د اړوندو خواوو د عملي اعلاميې،د يو لړ دوه اړخيزو تړونونو او د م م د سمندري قانون د پروتوکول څخه سرغړونه ده او ناقانونه هم ده.د منځګړيتوب محکمې حکميت يوازې باطل کاغذ دی .چين دغه حکميت نه مني چې دا نه يوازې له نړيوالو قوانيو سره سم د ځاني ګټو ساتنه ده بلکې د ياد پروتوکول د بشړتيا او واک ساتنه هم ده.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای