CRI Online

د چين په ګوټ ګوټ کې مسلمانانو کوچنی اختر ولمانځه

cri     (GMT+08:00) 2016-07-07 14:24:12

د جولای ٦مه نېټه په ګرده نړۍ کې د مسلمانانو له کوچنی اختر سره برابره وه. په همدې ورځ د چين په ګوټ ګوټ کې مسلمانانو د خوندورو خوارکونو د پخولو، خپلوانو او دوستانو ته د ورتګ او د کورنۍ مېلمستيا د جوړولو په شمول په ځينو نورو لارو چارو دغه اختر ولمانځه. د بېلا بېلو سيمو ځايي حکومتونو مسلمانانو ته د اختر نمانځلو په موخه اسانتياوې برابرې کړې وې.

د شينجيانګ د سانجي د خوېيزې خپلواکې سيمې د قوتوبي ولسوالۍ د عرشلدن علاقه دارۍ په جنلينيانګ کلي کې کليوالو د کوچنی اختر د لمانځنې لپاره د نڅاوو او سندرو يوه ننداره ترسره کړه. په دې ننداره کې ځايي اوسېدونکو په زړه پورې نڅاوې وکړې، سندرې يې واورولې او د موسيقې الې يې وغږولې او فضا يې له خوشحالۍ څخه ډکه کړې وه.

د سانجي د خوېيزې خپلواکې سيمې د فوکال ښار په يوه مستري خانه کې څه نا څه ٢٠ زړو کسانو چې د هان، وې، خوی او قزاق په څلورو قومونو پورې دي، راغونډ شوي وو او په خوښۍ او خوشحاله توګه يې کوچنی اختر ونمانځه. د ځايي مسلمانانو په منځ کې د کوچنی اختر د لمانځنې لپاره يو دود شته، هغه دا چې دوی د سان ځه په نوم خوراک پخوي. نو زړو کسانو په دې غونډه کې د دغه خوراک او نورو خواږو په خوړلو سره دغه اختر ښه په درز کې ولمانځه. ښاغلي شنيخان ايتامو خبريال ته وويل

(( موږ څلورو قومونو يو ځای کوچنی اختر ولمانځه. موږ سان ځه خورو او هم خواږه او مېوې خورو، موږ ډېر خوښ يو او باور لرو چې زموږ ژوند به په راتلونکی کې لا نور نيکمرغه وي.))

د بېجينګ ښار د نيو جه په نوم واټ کې د بېلا بېلو هېوادونو او قومونو مسلمانان راغونډ شول او په ګډه يې کوچنی اختر لمانځنه وکړه. د دې واټ په دواړو غاړو کې پراته اسلامي رستورانتونه او مغازې په دې ورځ د سهار په ٦ بجو پرانستل شول او مشتريانو ته يې خدمتونه برابر کړل.

د نيو جه واټ د تورفان په نوم د اسلامي رستورانت په پلورونځی کړکۍ کې د کباب، کباب نان او مستو په شمول ځانګړې خوارې ځای پر ځای شوي وې او مشتريانو د دغو خوندورو خوړو د اخيستلو لپاره د کړکۍ په وړاندې اوږده اوږده صفونه جوړ کړي وو. د دې رستورانت مېنيجر ما جونګ له خپلو کارکوونکو سره يو ځای مشتريانو ته د خدمت کولو لپاره ډېر بوخت و. هغه خبريال ته وويل

((موږ يوه اوونۍ مخکې د اړوندو توکيو په اخيستلو پيل کړی او درې ورځې مخکې مو د خوړو په چمتو کولو پيل کړی، بېګا مو ټول خواړه چمتو کړي او نن سهار په پنځو بجو رستورانت ته راغلو او په شپږو بجو مو د خوړو پلورل پيل کړل. ))

له خوندورو خوړو او مېلمستيا پرته، مسلمانانو د کوچنی اختر د لمانځنې لپاره يو بل مهم فعاليت دا دی چې په جومات کې د اختر لمونځ د ادا کولو په موخه راغونډېږي. د چين د نينګ شيا د خوی قوم د خپلواکې سيمې د ين چوان ښار د نان ګوان په نوم جومات کې خبريال دا وليدل چې په سهاروختي سړی د ښکلو جامو په اغوستلو سره په لمونځ کې د ګډون لپاره دغه جومات ته ورغي. د دې جومات ٩٠ کلن اهونګ باو جين ګوی خبريال ته وويل

(( نن ورځ د مسلمانانو له کوچنی اختر سره برابره ده، څه نا څه لس زره کسان د دې اختر د لمانځنې لپاره زموږ جومات ته راغلي، نن ورځ موږ ډېر خوشحاله يو. ))

د شينجيانګ او نينګ شيا په شمول سيمو کې چې د مسلمانانو د استوګنې ځايونه ګڼل کېږي، اوس کوچنی اختر نه يوازې يو مذهبي اختر دی، بلکې د ځايي وګړيو د رخصتۍ ورځ هم ده. د بېلګې په توګه، په نينګ شيا کې د جولای له ٦مې نېټې څخه تر ٨مې نېټې پورې درې ورځنۍ رخصت اعلان شوی. ډېر ځايي وګړي د دې رخصتۍ په موده کې بهر ته د سيلانۍ په موخه ځي. په دې موده کې به عمومي سړکونه په وړيا توګه پرانيستل شوي وي څو د وګړيو د سيلانۍ لپاره اسانتياوې برابرې شي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای