CRI Online

د شينجيانګ تصدۍ پلان لري چې په بيجينګ کې د ځانګړو ميوو د پلورلو لپاره ٣٠٠ ګرځنده موټرونه جوړ کړي

cri     (GMT+08:00) 2016-07-08 10:54:35

د خلکو ورځپاڼې د خبر له مخې: د شينجيانګ د اويغور خودمختارې سيمې او له شينجيانګ سره د بيجينګ د مرستې دفتر تر ملاتړ لاندې د شينجيانګ د شديق شرکت تازه په بيجينګ کې د شينجيانګ له بی وزلۍ سره د مرستې لپاره د نوښت او کارونو فرصتونه پيل کړل چې په بيجينګ کې به د شينجيانګ د ځانګړو ميوو د پلورلو لپاره ٣٠٠ ګرځنده  موټرونه جوړ کړي او د شينجيانګ په جنوب کې د لږ کيو قومونو اوسيدونکو ته د ګمارنې فرصتونه برابر کړي او له بی وزلو کورنيو سره مرسته وکړي.

د مالوماتو له مخې هر دغه ګرځنده موټرونه به د شينجيانګ د لږ کيو قومونو د دوو بی وزلو محصلينو او په بيجينګ کې د شينجيانګ د مزدوری کوونکي پر غاړه وي. نو دغه پلان به د لږ کيو قومونو ٦٠٠ تنو اوسيدونکيو ته د کارونو فرصتونه برابر کړي او له ٦٠٠ بی وزلو کورنيو سره مرسته وکړي.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای