CRI Online

که د جنوبي سمندر په سيمه کې سوله غواړي، نو د امريکا پوځي بېړۍ بايد پارونکي کړه وړه بند کړي.

cri     (GMT+08:00) 2016-07-08 16:17:24

د چين د دفاع وزارت وياند يانګ يوو جون د روانې مياشتې په اوومه نېټه د چين د دفاعي تګلارې په هکله يوه غونډه تر سره کړه. په دې غونډه کې د چين د جنوبي سمندر مسئله د پاملرنې وړ وه.وياند يانګ يوو جون وويل چې چين په جنوبي سيمه کې د پيچلي حالت د رامنځته کېدو مسؤل نه دی.ځکه د چين کړنې معقولې ،قانوني او مسئولانه دي.که ځيني هېوادونه د سولې په پلمه په جنوبي سمندر کې پارونکي کړه وړه وکړي، چين به ور سره مقابله وکړي.

هغه په دې غونډه کې پر دې ټينګار وکړ چې د جنوبي سمندر په اړه د چين تګلاره او دريځ نه دی بدل شوی. هغه وويل (اواز..........)چين به په ټينګه سره د خپلو ځمکو حاکميت او سمندري حقه حقونه او په جنوبي سمندر کې سوله او ثبات وساتي، په دوامداره توګه به له اړوندو هېوادونو سره يوځاې د تاريخي څېړنو د درناوي پر بنسټ له نړيوالو قوانينو سره سم د خبرو اترو او مشورو له لارې اړوندې شخړې حل کړي. د دې ترڅنګ د چين پوځ باور او ټينګ هوډ لري چې د خپل وطن حاکميت او ځمکني بشپړتيا وساتي.

له اوږدې مودې راهيسې د امريکا په شمول بې له جنوبي سمندر سره پرتو هېوادونو په دې سيمه کې لمسوونکي کړه وړه تر سره کړي چې وايي له دې لارې به نړيوال امنيت وساتل شي.وياند يانګ يوو جون پر دې کړنو انتقاد وکړ او ويې ويل چې دغو هېوادونو د سولې په پلمه د چين د جنوبي سمندر په چارو کې لاسوهنه کړې چې موخه يې د پارونکو کړو وړو کول دي.د دوي د يادو کړنو له امله د دغې سيمې سولې او ثبات ته ګواښونه رسېدلي دي.په دې هکله چې اوس ځيني امريکايي پوځي بېړۍ په جنوبي سمندر کې ګزمې وهي ،نوموړي داسې وويل چې کله هم د امريکا پوځي بېړۍ خپل پارونکي کړه وړه بند کړي، په دې سيمه کې به سوله او ثبات بيا رامنځته شي.هغه وويل(اواز........)په چين کې دا متل شته چې وايي ونې ارامتيا غواړي،خو بادونه ډېر شوي دي.په دې ځای کې معنی دا ده چې د جنوبي سمندر په غاړه پرته هېوادونه ټول هيله لري چې په دې سيمه کې ثبات راشي ،دغه هېوادونه د يوې ونې غوندی دي ،خو د دې سيمې پراته هېوادونه نه بلکې نور هېوادونه پارونکي کړه وړه تر سره کوي چې دا د بادونو په شان دي.زما په اند که په جنوبي سمندر کې سوله او ثبات رامنځته شي، نو امريکا پوځي بېړۍ بايد خپل پارونکي کړه وکړه بند کړي.

په دې وروستيو ورځو کې د چين سمندري پوځ په جنوبي سمندر کې پوځي تمرينونه تر سره کړل. نوموړي وويل چې دغه تمرينونه يوازې د کلني پلان له مخې يو نوبتي تمرينونه دي.ځينو بهرنيو خبري رسنيو داسې پوښتنه وکړې:چين په جنوبي سمندر کې د پوځي تمرينونو ترڅنګ د سوله ييزو مشورو غوښتنه کوي چې دا يو د بل سره په تضاد کې واقع کيږي.په دې هکله يانګ يوو جون وويل (اواز..........) د چين دريځ نقيض نه دی.يوه خوا مونږ تل پر دې ټينګار کوو چې بايد په سوله ييزه توګه شخړې حل کړو.خو که ځينی هېوادونه چين ته ګواښ وکړي او د چين حقه حقونو ته زيانونه ورسوي، البته مونږ ويره نه لرو او له دې کړنې سره به مقابله وکړو.

په دې وروستيو ورځو کې د جاپان پوځي الوتکې څو څو ځلې پارونکې کړه وړه تر سره کړي دي.په دې هکله وياند يانګ يوو جون هيله وښودله چې جاپان دېد ٢٠١٤ کال لپاره د چين او جاپان ترمنځ د دوه اړخيزو اړيکو د ښه والي په هکله څلور فقره ييزې ګډې نظريې پلي کړي تر څو د دوه اړخيزو اړيکو د ښه والي لپاره ښه فضا برابره شي.هغه زياته کړه (اواز............) د چين او جاپان ترمنځ د اړيکو ساتنه نه يوازې د چين کوښښونو ته بلکې د چين او جاپان ترمنځ ګډو هڅو ته هم اړتيا لري.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای