CRI Online

د جنوبي سمندر د حاکميت په اړه به مقابله دوام ولري

cri     (GMT+08:00) 2016-07-12 18:04:09


د جنوبي سمندر د حکميت په اړه د چين يوه ديپلوماتيک چارواکي په غير رسمي ډول وويل، چې که د فوټبال په مېدان کې يو ټيم د سيال او رافري ترمنځ په سازش پوه شي، التبه په دې لوبې کې به ګډون و نه کړي. خو اوس دغه (( سيالي )) چې چين پکې ګډون نه دی کړی، نه يوازې تر سره شوې، حتی د سيالۍ نتيجه به خپره شي. که چين دغه نتيجه و نه مني، مقابله خوا به په پر له پسې توګه جنجالونه جوړ کړي. څه به وکړو؟ په دې هکله د چين نړيوالې راډيو خبريال د چين د جنوبي سمندر اکاډمۍ له مشر وو شي څون او د نانجين پوهنتون د جنوبي سمندر مسئلې د څيړنيز مرکز له مدير جو فنګ سره مرکه کړې ده. پروفيسر جو فنګ وويل

(( لومړی بايد خپله ارامي او سړه سينه وساتو. ځکه دا په نړيوالو اړيکو کې د واکونو د مبارزې يوه لاره ده.دغو هېوادونو د حکميت د قضيې په باره کې څومره هڅې کړې او کوي يې، د حکميت حکم يوازې بېکاره کاغذ دی. د ستراتيژۍ له لحاظه د حکميت محکمې حکم ته په درنه سترګه ګورو، خو د ټاکتيک له لحاظه بايد سړه سينه وساتو. د قضاوت حکم خپرېدا د فيليپين له خوا د حکميت نندارې د پای ته رسيدو معنا نه لري. حقيقت دا دی چې د جنوبي سمندر د حاکميت په اړه به د واک سيالي دوام ولري. له يوې خوا موږ د حاکميت د مسئلو په اړه د چين ټينګ هوډ څرګندوو او د جنوبي سمندر د حاکميت او سمندري حقونو په باره کې د چين بنسټيز موضوعات نړۍ ته اعلانوو، له بلې خوا په دې هڅه کې يو چې ژر تر ژره له فيليپين سره دوه اړخيزې خبرې اترې وکړو.))

په دې هکله چې د حکميت نتيجه به ډېرې منفې اغېزې ولري، د چين د جنوبي سمندر اکاډمۍ مشر وو شي څون په يوه خپره شوې مقاله کې دې ته اشاره وکړه، د دې مسئلې په اړه چې د حکميت حکم به عملي شي او که نه، چين به د عامه افکارو، ديپلوماتيکو چارو او سمندري عملياتو په برخو کې له امريکا سره سخته مقابله وکړي.

((د بېلګې په توګه، د عامه افکارو په برخه کې، موږ بايد نړيوالې ټولې ته دا تشريح کړو چې ولې زموږ په اند د يو اړخيز حکميت بهير د فيصلې حق نه لري، ولې به چين به دغه حکم و نه مني، د چين د موافقې او ګډون پرته به د محکمې حکم نافذ نه شي. د ديپلوماسۍ په برخه کې، امريکا پر خپلو ملګرو هېوادونو د اوازونو د ورکولو فشار لګوي، او ښايي ځيني څو اړخيز ميکانيزمونه تصويب کړي، دغه راز موږ بايد د مقاومت تدبيرونو لپاره تياری ونيسو. د سمندري عملياتو په برخه کې چمتو شوي يو، لکه په دې وروستيو کې شوي پوځي تمرينونه، په عادي وخت کې زموږ سمندري پوليس، که امريکا لمسوونکی عملونه وکړي، موږ به حتما متقابل تدبيرونه غوره کړو. ))

د خلکو ورځپاڼې د يوې ليکنې په خپرولو سره وويل، چې د جنوبي سمندر په اړه د امريکا له پاليسۍ څخه خطر ناک (( د امپرياليزم افکار )) ښکاريږي. له تاريخ او حقيقت څخه دا بيا تاييد شوې چې امريکا د نړيوالو قوانينو په وړاندې دوه ګوني معيارونه غوره کوي. په تاريخ کې له نړيوالو قوانينو څخه د سرغړونې لومړۍ بېلګه امريکا وه.

که څه هم چين د بهرنيو واکونو له تحميلوونکو عامه افکارو حتی نظامي ګواښونو سره مخامخ دی، ښاغلي وو شي څون وويل، چې د جنوبي سمندر مسئلې په باره کې، چين بايد د اختلافونو د پرېښودلو او ګډ استخراج پر ستراتيژۍ ټينګار وکړي.

(( د جنوبي سمندر مسئله په نړۍ کې بې سارې ده چې څومره زيات هېوادونو له دې سره اړه لري، د اختلاف لرونکو ټاپوګانو شمېر او سمندري مساحت پراخ دی. نو دا غير عملي ده چې همدغسې شخړه په لنډه موده کې په بشپړه توګه حل کېدای شي. سوله ييزې مشورې او د مستقيمو اړوندو خواوو ترمنځ دوستانه خبرې اترې يوازنی غوره والی دی چې دا په نړيواله ټولنه کې د پيچلو او احساساتي مسئلو د حلولو عام انتخاب هم دی. د شخړې له حل مخکې بايد د ګډ استخراج له لارې متقابل درناوی رامنځته شي، څو چې د جنوبي سمندر مسئلې د حل لپاره ښه فضا جوړه شي. ))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای