CRI Online

د اسرائيلو او لبنان ترمنځ سرحدي خلک دايمي سولې ته سترګې په لار دي

cri     (GMT+08:00) 2016-07-12 16:29:19


د ٢٠٠٦ کال د جولای په ١٢مه نېټه، د لبنان حزب الله تر لاس لاندې اردو د اسرائيلو پر شمالي برخې ناڅاپي بريد وکړ چې ٨ اسرائيلي سرتيري يې ووژل او او ٢ تنه يې ونيول. ورپسې اسرائيلو په متقابله حمله پيل وکړ، دغه راز ((د لبنان دوهمه جګړه)) وشوه. د يادې جکړې له پای ته رسيدو راهيسې لس کاله تېر شوی دی، د لبنان د سرحدي سيمې خلک لس کاله ارام ژوند تر لاسه کړی. اوس د دوي ژوند څرنګه دی؟ ايا دوی د جګړې د بيا رامنځته کېدو وېره او اندېښنه لري؟

د اسرائيلو او او لبنان په سرحد کې پر غره باندې يوه تاڼه شتون لري چې له دې ځای څخه د اسرائيلو او لبنان ترمنځ د سرحدي سيمو کلي ليدل کيږي. اسرائيلي د احتياطي ډلې سرتيپ ګل هيرسچ چې په ياده جګړه کې يې کړی و او د اسرائيلو د دفاعي ځواکونو د ٩١مې فرقې لارښوونکی و، خبريال ته وويل

(( سوله غواړم، په ماشومتوب کې ما په جګړه کې ګډون کړی و. جنګ نه غواړم، د جګړې په بيه پوهيږم، سوله زموږ هيله ده، خو له بده مرغه دلته موږ ګاونډي يو، اړ يو چې ډېرې بيې ور کړو، هيله لرم چې دوی به هم په دې ټکي پوهيږي. ))

نه يوازې سرتيري له مرګ ژوبلې سره مخامخ وو، جنګ ځپلو خلکو دروند قيمت هم ورکړی و. د يرون په نامه کلي چې د لبنان له سرحد څخه ٣ کيلومتره ليری دی، په ١٩٤٩ کال کې جوړ شوی، اوس په دې کلي کې تر ٤٠٠ تنو زيات اسرائيلي کليوال او ٦٠ يا ٧٠ ماشمومان اوسيږي. د دې کلي د عامه پروژو انجينر زوهر ديکيل ٤ ماشومان لري. د ده ١٢ کلنه مشره لور چې د لبنان په دوهمه جګړه کې ٢ کلنه وه، يوازې په ياد لري چې کورنۍ يې له بمبارۍ څخه ژغورله. اوس هره اوونی زوهر له ماشومانو سره په ژور پټنځای کې لوبې کوي، دغه ځای د دوي لپاره يوه امنيتي کوټه ده.

(( نه غواړم چې بيا جګړه رامنځته شي او خلک له دې امله زيانمن شي، دا هيڅ ګټه نه لري. هيله لرو چې بيا هيڅ جګړه پېښه نه شي، خو اړ يو چې پرضد يې چمتو اوسو، په ښه توګه ترې ځان وساتو، هيله لرو چې دغه چمتوالي ته ضرورت و نه لرو. ))

د وړوکتون ښوونکې نوا بين شلوش ماشومان لري. هغې وويل، چې ماشومان لرونکي کورنۍ البتا د جګړې د رامنځته کېدو اندېښنه لري، خو دا د ژوند مهم ټکی نه دی.

(( زه تر وسه دوي ته د جګړې په اړه لږ لږ چارې يادوم، پرته له لازم حالت نه. هره اوونۍيو يا دوه ځله د وړوکتون ماشومان په ژور پټنځای د پناه او ځان خوندي کولو په تمرين کې ګډون کوي. لږ څه لوی ماشومان پوهيږي چې دا د هوايي بريدونو څخه د ځان ساتنې لپاره امن ځای دی، که څه پېښه رامنځته شي، دوی بايد سمدلاسه دلته راشي، خو لږ څه د کم عمر ماشومان دغه تمرين ته د لوبې په توګه ګوري.))

ماشومان پوهيږي چې دا د هوايي بريدونو پرضد پناه ګاه ده، د بمبارۍ په وړاندې د مقاومت توان لري، خو دوی د جګړې په ريښتنې معنا نه پوهيږي، ځکه دوی په جګړه کې نه دي اخته شوي.

د سرحد په اسرائيلي تاڼه کې خبريال يوه ډله امريکايي محصلين وليدل چې دوی د روخصتۍ په سفر کې دلته راغلي وو. د فلوريدا ايالت نجلۍ جيسيکا وويل، چې هغه ځيني عربي ملګري لري، دوی د بلې جګړې د رامنځته کېدو هيله نه لري.

(( هيله لرم چې دلته دايمي سوله وساتل شي او هيڅ جګړه رامنځته نه شي، نه يوازې په راتلونکو لسو کلونو کې، بايد په راتلونکو سلو کلونو کې او يا تل تر تله سوله او امن ټينګ شي. د بلې خوا په نظر نه پوهيږم، خو په دې پوهيږم چې د نړۍ ښه وګړي سوله غوښتونکي دي او جګړه نه غواړي. لبناني دوستان نه لرم، خو د نورو عربي هېوادونو ملګري لرم، دوی ټول سوله دوستي دي. ))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای