د فليپين د جمهوريت د يو اړخيزې غوښتنې سره سم د جنوبي سمندر په اړه د حکميت محکمې د جولای په دوولسمه نېټه د بنسټيزو واقعيتونو په پريښودلو سره د نړيوالو قوانينو او نړيوالو اړيکو بنسټيز اصول پايمال کړل او هغه حکم يې ورکړ ځې د چين ځمکنۍ بشپړتيا او سمندري حقوقو او ګټو ته سخت زيانونه رسوي د چين حکومت او خلک له دغه حکم سره ټينګ مخالفت کوي، په هيڅ وجه يې نه پيژني او نه يې مني. دغه حکم به په جنوبي سمندر کې د څه ډول څپو ته سبب شي؟ د دغه حکم له امله احتمالی نښتې به کنټرول شي او که نه؟ په دې هکله د چين نړيوالې راډيو خبريال په ځانګړې توګه د چين د دولتي شورا مشاور او د چين د ولسي پوهنتون د نړيوالو اړيکو پوهنځي له پروفيسر شي ين هونګ سره مرکه وکړه.
د جولای په دوولسمه نېټه د جنوبي سمندر په اړه د حکميت محکمې د حکم په هکله د فيليپين په شمول د جنوبي سمندر په غاړه شاو خوا هېوادونو غبرګونونه نه دي ښودلي. د څيړنې له مخې د فيليپين نوی حکومت په محتاطه توګه زغم ساتي تر څو ژر تر ژره له چين سره دوه اړخيزې خبرې اترې پيل کړي. پروفيسر شي ين هونګ دا نظر لري چې د چين او فيليپين تر منځ خبرې اترې د اوسنې خړپړتيا د ارامولو لپاره ګټورې دی، خو د فيليپين د نوي حکومت رويه دې په مساعد ډول وارزول شي. (اواز)
که څه هم تر اوسه پورې د چين په هکله د فيليپين حکومت رويه تر يوې اندازې پورې د ستاينې وړ ده، خو په يوه او دوو اونيو کې د جنوبي سمندر په اړه د قضاوت قضيې په اړوند د فيليپين حکومت رويه فعاله نه ده. موږ بايد د فيليپين د نوي حکومت د رويې بدلون په اړه فکري تياريانې ونيسو. که د فيليپين حکومت غواړي د اوسنيو نښتو په هکله د چين له حکومت سره خبرې اترې وکړي، زما په نظر د چين حکومت به يې هرکلی وکړي. د چين حکومت پر دې دريځ ټينګار کوي چې د نښتې د ښکيلو خواوو تر منځ خبرې اترې يوازينې قانوني او معقوله لاره ده.
په دغه مسئله کې د نورو قواوو د لاسوهنې له امله د جنوبي سمندر حالات خړپړ شوی دی. د امريکا د خبري رسنيو د خبر له مخې د ريګان په نوم د الوتکې وړونکې بيړۍ په شمول د امريکا اووه پوځي بيړي په جنوبي سمندر کې ځای پر ځای شوي او دري مخربه بيړي په تيرو دوو اونيو کې څو څو ځله په پټ ډول د چين ټاپوګانو ته نژدی شوې او دا نيت يې درلود چې پر چين فشار واچوي. مخکې د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يې د امريکا د بهرنيو چارو له وزير جان کيري سره د ټليفونې خبرو په ترڅ کې وويل چې د جنوبي سمندر په اړه د قضاوت قضيه دې پای ته ورسېږي او په همدې وخت کې يې له امريکا څخه قوي غوښتنه وکړه چې محتاطه رويه غوره کړي او د چين ملي حاکميت او امنيتي ګټو او حقوقو ته زيان لرونکي عمليات تر سره نه کړي. شي ين هونګ وويل که څه هم چين او امريکا ستراتيژيکی توپيرونه لري، خو نظامی نښتې کنټرول کولی شي. (اواز)
زما په اند تر ټولو لوی خطر په تيره بيا په جنوبي سمندر کې د چين او امريکا تر منځ د نظامی نښتې خطر تر کنټرول لاندی راغلی شي. په واقعی ډول په وروستيو دوو کلونو کې په جنوبي سمندر کې د چين او امريکا تر منځ ستراتيژيکی مخامختيا او سيالې ورځ په ورځ سخت شوي او دواړه هېوادونه په جنوبي سمندر کې د نظامی نښتو د مخنيوي په هکله موافقې ته رسيدلي شي. زما په اند په جنوبي سمندر کې د چين او امريکا تر منځ د نظامی نښتو د مخنيوي امکانات ډېر زيات دي. که څه هم چين به په جنوبي سمندر کې خپل قانوني حقوق او ګټې وساتي، خو چين تل د جنوب ختيځې اسيا له سمندري هېوادونو سره د نظامی نښتو د مخنيوي لپاره هڅه کړی او کوي يې، د چين دغه کوښښونه به دوام ولري.
شي ينګ هونګ وويل اوس د جنوبي سمندر مسئلې په هکله د ځينو هېوادونو تر منځ توپيرونه به په اوږده موده کې موجود وي او په دې هکله د ويتنام، فيليپين او ماليزيا په شمول د ځينو هېوادونو شکونه عادی دی. (اواز)
د جنوبي سمندر مسئلې په هکله د چين دريځ ډېر ټينګ دی، تر اوسه پورې هغه عکس العمل نه ليدل کېږي چې د جنوب ختيځې اسيا نورو سمندري هېوادونو له فيلپين څخه ملاتړ کوي او له چين سره مخالفت کوي. خو شک نه شته چې د فيلپين نه پر ته د جنوب ختيځې اسيا سمندري هېوادونه په تيره بيا ويتنام د جنوبي سمندر مسئلې په هکله له چين سره د مقابلې رويه لري. په همدې وخت کې له ٢٠١٣ کال راهيسی د اندونيزيا او ماليزيا رويې هم تر زياتې اندازې پورې بدلې شوې. نو زما په اند د جنوبي سمندر مسئلې په هکله د چين او فيليپين او د جنوب ختيځې اسيا د نورو سمندري هېوادونو تر منځ توپير او يا مقابله به په اوږده موده کې موجود وي.
20160713shishi
|
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |