CRI Online

د ايران د ذروي تړون د لاسليکېدو د لومړۍ کاليزې په اړه د حسن روحاني څرګندونې څه مانا لري؟

cri     (GMT+08:00) 2016-07-14 16:16:34

د تېر کال د جولای په ١٤مه نېټه ايران او د ايران د ذروي مسئلې په هکله شپږو خواوو په رسمی توګه د ذروي وسلو چارو د پريښودلو تړون لاسليک کړ. د روان کال د جولای ١٤مه نېټه د ايران د ذروي تړون د لاسليکېدو له لومړۍ کاليزې سره برابره ده. د ايران ولسمشر حسين روحاني په ١٣مه نېټه وويل که څه هم ذروي تړون د ايران پرمختګ لپاره نوی چاپيريال جوړ کړ، خو که هره يوه خوا له دغه تړون څخه سرغړونه وکړي، ايران د ذروي ازموينې پروژه بيا تر سره کولی شي. په دې مهمه موقع کې د روحاني له دغو څرګندونو څخه څرګندېږي چې د ايران حکومت د ايران د ذروي تړون په هکله پيچيلې رويه نيسي. يوه خوا ايران هېله لري چې دغه ذروي تړون به په مداومه توګه د ايران د اقتصاد د بيا سمسورتيا او ټولنيزې پرمختيا ته ښه نړيوال چاپيريال برابر کړي او بله خوا هېله نه لري چې دغه ذروي تړون ايران ته د مهمو ګټو د رسولو په ترڅ کې خپل کوښښونه محدود کړي.

روحاني د ايران د ذروي تړون د لاسليکېدو د لومړۍ کاليزې د يادونې په فعاليت کې وويل ايران به په دوامداره توګه د ايران د ذروي تړون مراعات وکړي، خو که د ايران د ذروي تړون په اړوند د شپږو هېوادونو هره يوه خوا له دغه تړون څخه سرغړونه وکړي، ايران به په چټکۍ سره د ذروي ازموينې پروژه بيا تر سره کړي.

روحاني وويل د ايران ذروي تړون د دغه تړون د لاسليکوونکو خواوو حتی د نړۍ د سولې، ثبات، امنيت او پرمختيا لپاره ګټور دی، خو له دغه تړون سره د سرغړونې هر عمل به ټولو ته تاوانونه ورسوي، نو د دغه تړون ټولې لاسليکوونکی خواوې بايد تر وسی پورې د ايران ذروي تړون عملی کړي. د ذروي تړون له لاسليکېدو راهيسی په ايران کې د تر لاسه شويو برياليتوبونو د يادونې په وخت کې روحاني وويل د تړون د عملی کول به په نوي نړيوال چاپيريال کې د ايران د پرمختګ هڅونه وکړي، ايران به د اقتصادی پرمختګ، د دفاعی توان د پياوړتيا او د ساينس او تکنالوژۍ د لوړولو په برخو کې ښه راتلونکی ولري. که څه هم په ايران کې د کورنيو بانکونونو پرمختګ له اټکلی هدف څخه فاصله لري، خو فعالې لاس ته راوړنې يې تر لاسه کړې دي.

روحاني په خپله وينا کې وړانديز وکړ چې د جولای ١٤مه نېټه د ايران او نړۍ تر منځ د تګ راتګ ورځې په توګه وګڼل شي. هغه زياته کړه چې د ايران د ذروي تړون له لاسلېکېدو څخه څرګندېږي چې ايران خپل توان لري او له نورو هېوادونو سره پيچيلې مسئلې حلولی شي، او په دې بهير کې خپلې ملي ګټې هم ساتلی شي چې په سوله ييزه توګه د ذروي تخنيکونو د کارولو حقوق لا هم لري.

د ايران د ذروي تړون لاسليکول د روحاني يو مهم سياسي برياليتوب او د اقتصادی اصلاحاتو په چارو کې د روحاني حکومت لپاره مهمې ګټې هم دې. د روحاني له څرګندونې څخه څرګندېږي چې ايران له ذروي تړون څخه واقعی ګټې تر لاسه کړي دي.

پر ايران د بنديزونو له ليري کېدو مخکې دغه هېواد د اقتصادی پرمختګ د ضعيفېدو، د پيسو پاړسوب، د اومو نفتو د صادرونکې اندازې د ډېر ټيټوالي او له نړيوالې ټولنې سره د تګ راتګ فضا د کموالي له ستونزو سره مخامخ و او دغه ستونزې د ايران دې ته هڅوي چې بيا په خبرو اترو کې ګډون وکړي. د روان کال په جنورۍ کې د ذروي تړون د نافذ کېدو راهيسی په ايران کې د اقتصادی بيا احيا کېدو ګامونه نه يوازې چټک شوی، بلکي په ايران کې د بهرنيو پانګونو اندازه زياته شوې او له نړيوالې ټولنې سره يې د تګ راتګ فرصتونه هم زياته شوي دي.

خو د جولای په ١٣مه نېټه روحاني د ذروي ازموينې پروژې د بيا پيل کولو له څرګندونه ښکاري چې د ايران د روانې دورې حکومت د ايران د ذروي تړون د ګټو شريکولو په وخت کې انديښنې لري چې دغه تړون به عملی نه کېږي. د څيړنې له مخې اوس د ايران ذروي تړون له دوو ننګونو سره مخامخ دي چې يو يې امريکا په دې چارو کې لاس وهنه کوي، بله يې په ايران کې د توغنديو د ازموينو پروژو په هکله د نړيوالې ټولنې رويه ده او ايران به له دغې رويې سره څنګه ګوري.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای