CRI Online

يانګ چيه چي: په ټينګه د جنوبي سمندر حاکميت ساتو او له اړوندو هېوادو سره د سلامشورو له لارې د شخړې د حلولو هيله لرو

cri     (GMT+08:00) 2016-07-15 16:16:58


په دې وروستيو ورځو کې د جنوبي سمندر په اړه د فيليپين د يو اړخيز حکميت محکمې ناروا حکم خپور کړ. د چين د دولتي شورا غړي يانګ چيه چي د جولای په ١٤مه نېټه د چين د حکومتي خبري رسنيو له خبريالانو سره د مرکې په ترڅ کې د چين اړوند دريځ او ادعا بيان کړه. هغه وويل، چې د جنوبي سمندر حکميت له لومړي سره د قانون په پلمه سياسي ډرامه ده، د جنوبي سمندر د ځمکني حاکميت او سمندري حقوقو د ساتلو په برخه کې د چين حکومت هوډ ټينګ او نه بدلېدونکی دی، چين هيله لري چې له اړوند هېواد سره د تاريخي حقيقت د درناوي پر بنسټ د نړيوالو قوانينو سره سم د مستقيمو خبرو اترو له لارې توپيرونه حل کړي.

د جنوبي سمندر د يو اړخيز حکميت په اړه چې د فيليپين د اکينو په مشرۍ حکومت له خوا غوښتل شوی، چين د دولتي شورا غړي يانګ چيه چي وويل، چې دغه عمل له نړيوالو قوانينو څخه سرغړونه ده، د حکميت تش په نامه حکم په پوره توګه ناقانونه او غير اغېزمن دی.

((د فيليپين د درېيم اکينو حکومت له خوا د حکميت د يو اړخيز غوښتلو عمل د چين او فيليپين ترمنځ له هغه لاسليک شوي دوه اړخيز تړون څخه سرغړونه ده چې د جنوبي سمندر توپيرونه بايد د خبرو اترو له لارې حل شي، د جنوبي سمندر د بېلا بېلو خواوو له عملي اعلاميې څخه سرغړونه ده چې په ٢٠٠٢ کال کې د چين او د فيليپين په شمول د جنوب ختيځې اسيا هېوادونو ټولنې له خوا لاسليک شوې وه، له نړيوالو قوانينو او ((تړون)) څخه سرغړونه ده. دغه حکميت ناقانونه دی او له نړيوالو قوانينو سره برابر نه دی. ))

يانګ چيه چي پر دې ټينګار وکړ چې جنوبي سمندر د چينايانو د نيکونو نيکونو سمندر دی. د جنوبي سمندر د ځمکني حاکميت او سمندري حقوقو د ساتلو په اړه د چين حکومت هوډ ټينګ او نه بدلېدونکی دی.

(( چينايان د نورو هېوادونو د ګټو په اړه بد نيت نه لري، د نورو هېوادونو د پرمختګونو په باره کې حسادت نه لري، خو موږ هيڅکله له خپلو قانوني حقوقو څخه لاس وا نه خلو، هر هېواد بايد هغه تمه و نه لري چې موږ به په خپلو اصلي ګټو معامله وکړو، دوی بايد هغه غير واقعي تمه و نه لري چې موږ به پر ملي حاکميت، امنيت او ګټو منفي اغېزې لرونکې نتيجه ومنو. د چين حکومت به له خلکو سره په ګډه د رښتينو عملونو له لارې زموږ ځمکني او سمندري قلمرو وساتي. ))

يانګ چيه چي دې ته اشاره وکړه چې حکميت د ځينو هېوادونو له خوا جوړه شوې د نړيوالو قوانينو په پلمه د شخصي ګټو په موخه ډرامه ده او د جنوبي سمندر په چارو کې د بهرنيو هېوادونو د لاسوهنې منفي بېلګه ده. جنوبي سمندر مسئله د جنوبي سمندر پر ساحلي غاړه د پرتو هېوادونو ترمنځ مسئله ده، نو بايد د اړوندو هېوادونو له خوا د خبرو اترو له لارې په سوله ييزه توګه حل شي. هغه وويل

(( د تېرو څو کلونو راهيسې، له دې سيمې څخه ځينو بهرنيو هېوادونو د خپلو ګټو په غرض د بحر پيمايي د ازادۍ او د سيمه ييزې سولې د ساتنې په پلمه د جنوبي سمندر په چارو کې لاسوهنې کړې دي چې له امله يې د جنوبي سمندر حالات ترينګلي شوي دي. د دوي دا ډول کړه وړه نا مسئولانه دي او د جنوبي سمندر پر سولې او ثبات د خطرونو عمده سرچينه ده. زموږ په اند، چين او د جنوبي سمندر شاو خوا هېوادونه د توپيرونو د مخنيوي او حل توان لري او د جنوبي سمندر سوله، همکاري او دوستي پوره کولی شي. ))

ښاغلي يانګ چيه چي وويل، چين هيله لري چې په مستقيمه او مناسبه توګه له اړوندو هېوادونو سره د خبرو اترو او سلامشورو له لارې توپيرونه حل کړي او په ګډه سره د جنوبي سمندر سوله او ثبات وساتي.

(( چين په نان شا ټاپوګانو کې پر ځينو ټاپوګانو او محراګانو د اړوندو هېوادو له ناقانونه نيونې او د چين په سمندري قلمرو کې پر حقونو د تېري کوونکو کړو وړو سره ټينګ مخالفت کوي. د دې ترڅنګ، چين هيله لري چې له اړوند هېواد سره د تاريخي حقيقت د درناوي پر بنسټ د نړيوالو قوانينو سره سم د مستقيمو خبرو اترو له لارې توپيرونه حل کړي، او په ګډه سره د جنوبي سمندر سوله او ثبات وساتي. ))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای