CRI Online

د جنوبي سمندر مسئلې په هکله اختلافونه او همکارۍ دواړه موجودې دي

cri     (GMT+08:00) 2016-07-18 16:44:02

د جنوبي سمندر مسئلې او سيمه ييزې همکارۍ د علمي اورګانونو علمي سمينار به د روانې مياشتې د ١٨مې نيټې په سهار په سينګاپور کې جوړ شي.برخوال د چين او جنوب ختيځۍ اسيا د ټولنې ترمنځ د اړيکو په هکله څه نظرونه لري او د دې تبادلې په هکله څه هيله لري ؟ په نننۍ تبصره کې دغو مسئلو ته پاملرنه شوې.

دغه سمينار به د روانې مياشتې په اتلسمه نېټه په سينګاپور کې تر سره شي او پکې به لسګونه عالمان او کارپوهان د جنوبي سمندر په باب بحثونه وکړي. د دې غونډې نه مخکې زمونږ خبريال د چين د ټولنيزې اکاډمۍ د چين د سرحداتو د څېړنيز انستيټيوټ مرستيال لي ګوو چيانګ سره مرکه وکړه.

د ښاغلي لي په اند د جنوبي سمندر د منځګړيتوب نتيجې نه يوازې د چين حقونو ته بلکې سيمه ييزې سولې او ثبات ته يې زيانونه رسولي دي.هغه وويل (اواز..........) د جنوبي سمندر په هکله مسئله له چين او اړوندو هېوادونو سره تړاو لري او په دې سيمه کې د سولې او ثبات ساتنه د چين او جنوب ختيځې اسيا د هېوادونو ګډه دنده او مسئوليت دی.حکميت د جنوبي سمندر د سولې او ثبات ساتلو لپاره ګټور نه دی.

د ده په اند د دې حکميت نتيجې د خپرېدو له امله په جنوبي سمندري سيمه کې ګډوډۍ رامنځته شوې بلکې د چين او يادې ټولنې د هېوادونو ترمنځ اړيکو ته يې زيانونه رسولي دي.که اوسنی حالت روان وي،نو چين او د جنوب ختيځې اسيا هېوادونو ټولنه به ترې زيانمن شي.هغه وويل چې د چين او دغې ټولنې ترمنځ اړيکې بايد ومنل شي او دواړه خواوې په پرمختيايي بهير کې ډېرې ګډې ګټې لري.هغه وويل (اواز............) زما په اند د ثبات ساتنه،د پرمختګ پرمخبيول او د خلکو د ژوند ښه والي نه يوازې د چين بلکې د يادې ټولنې د بېلا بېلو غړو هېوادونو غوښتنې دي.هېڅ يو کوم هېواد دا هيله نه لري چې وطن يې دې پرمختګ نه کړي،غواړي چې د خلکو د ژوند سويه يې لوړه شي او شاوخوا چاپيريال يې ښه وي.

هغه زياته کړه چې د ګډو اړتياوو پر وړاندې چين او ياده ټولنه د وريښمو سمندري لارې د ابادولو له لارې خپلمنځي اړيکې ټينګوي.په داسې حالت کې د جنوبي سمندر حکميت نتيجه بايد د دغو اړيکو د پرمختګ د مخنيوي سبب نه شي.هغه وويل (اواز........)د دواړو خواوو ترمنځ پرمختيايي اړتياوې او امکانات ډېر دي.نو ايا د جنوبي سمندر مسئله د يادو اړيکو د پرمختګ د مخنيوي سبب دی او که نه؟ځواب يې نه دی .کله چې د جنوبي سمندر په سيمه کې اختلافونو ته پاملرنه وکړو، تل مو خپلمنځي همکارۍ له پامه غورځولې،نو زما په اند د جنوبي سمندري مسئلې په هکله اختلافونه او همکارۍ ګډې موجودې دي.

د دې حالت په وړاندې په بېلا بېلو لارو چارو د دواړو خواوو ترمنځ د نظريو تبادلې او همکارۍ د متقابل تفاهم پرمخبيول،د ګډو ګټو په باب د معلوماتو د تر لاسه کولو لپاره يوه مهمه لار ده.په دې وجه د چين د ټولنيزې اکاډمۍ د سرحداتو د څېړنيز انسټيټيوټ دغه سمينار جوړوي او هيله لري چې د جنوب ختيځې اسيا له کارپوهانو سره يو ځاې د نظريو تبادله وکړي تر څو په نړۍ کې لازيات کسان د دې مسئلې په هکله د چين غږ واوري.هغه تمه لري چې د دې مسئلې په هکله د برخوالو کارپوهانو عاقلانه نظرونه واوري او د دې ترڅنګ دې د توپيري علمي نظرونو د شتون له امله د رامنځته شويو جنجالونو مخه ونه نيسي.هغه وويل (اواز.........) ټولې ګډې نظريې د پر له پسې تبادلې او تګ راتګ پر بنسټ تر لاسه کيږي.نو موږ به د برخوالو له خوا د بېلا بېلو نظرونو د څرګندولو لپاره هڅې وکړو تر څو د خپلمنځي تبادلو پر بنسټ د توپيرونو د شتون ترڅنګ ګډ نظرونه هم تر لاسه شي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای