CRI Online

د بريکس هېوادونو پرمختايي بانک په چين کې د درې مليارډو ژن مين بي يوانو پورونه ور کړي

cri     (GMT+08:00) 2016-07-19 16:21:48

د روانې مياشتې په اتلسمه نېټه د بريکس هېوادونو پرمختيايي بانک د درې مليارډو يوانو پورونه ور کړي چې د اعتبار موده يې پنځه کاله ده.دا لومړی ځل دی چې څو اړخيز بانک په چين کې د يوانو پورونه ور کړي دي.د کارپوهانو په اند دغه کړنه د چين د پندار په نوم د هغو پورونو د زياتوالي لپاره ګتوره ده او هم په نړۍ کې د چين د پورونو بازار جاذبه ښکاره کوي.

د پندار په نوم د پورونو معنی دا ده چې بهرنی بانکونه د چين د پورونو په بازار کې پر يوانو پورونه ور کوي.ياد بانک د ٢٠١٥ کال د جولای په درېيمه نېټه جوړ شو چې مقر يې د چين په شانګهای ښار کې دی او غړي هېوادونه يې برازيل، روسيه، هند، چين او جنوبي افريقا ده.د دغو پورونو د پلورلو دنده د چين بانک پر غاړه ده.د چين د اقتصادي تبادلې مرکز څېړونکي وانګ جون وويل چې که څه هم د بريکس هېوادونو پرمختيايي بانک له خوا د ور کړل شويو پورونو اندازه ډېره نه ده، خو د دوي کړنه د پندار پورونو د زياتوالي لپاره ګټوره ده.هغه وويل (اواز..........) درې مليارډه يوانه له پنځه سوه مليونو امريکايي ډالرو سره برابر دي، نو شمېر يې ډېر نه دی.خو دا لومړی ځل دی چې د بريکس هېوادونو پرمختيايي بانک په چين کې پورونه ور کړي دي، نو دا نه يوازې په چين کې د پورونو د ډولونو د زياتېدو بلکې د يوانو په وسيله د دغو نړيوالو پرمختيايي اورګانونو له خوا د پيسو راغونډولو لپاره هم ګټوره ده.سربېره پردې دا زمونږ د هېواد د پورونو بازار د نور خلاصولو په ګټه هم ده.

د بريکس هېوادونو پرمختيايي بانک د جوړېدو موخه د بريکس هېوادونو ، د نورو نوي اقتصادي ډلو او د پرمختيايي هېوادونو د بنسټيزو تاسيساتو د ابادۍ او د دواملرونکي پرمختيايي پروژو د پلي کولو لپاره د پيسو راغونډول دي.دغه درې مليارډه يوانه پورونه به چې شنه پورونه هم نوميږي، په ځانګړې توګه له چاپيريال سره تړاو لرونکو شنو صنايعو ته پورونه ور کړي.څېړونکي وانګ جون وويل چې د دغو پورونو له ور کولو څخه څرګند شوې چې د بريکس هېوادونو پرمختيايي بانک دواملرونکي پرمختګ ته ډېره پاملرنه کړې ده.هغه وويل (اواز..........) د شنو پورونو له لارې راټولېدونکې پيسې به په عمده توګه په شنو صنايعو کې يا په دواملرونکي پرمختيايي پروژو کې وکارول شي.همدغو پورونو ته په دې وروستيو کلونو کې پاملرنه شوي ، خو د پندار پورونو په بازار کې د دغو پورونو ونډه لږه ده.

په ٢٠٠٥ کال کې د پندار پورونو پيمانه په پر له پسې توګه پراخه شوې او له تېر کال راهيسې د پندار پورونو شمېر په څرګنده ډول زيات شوی دي.اوس د چين د پورونو عمومي شمېر ٥٧٠٠ مليارډه يوانو ته رسېدلی چې له دې جملې څخه د پندار پورونه شاوخوا ٢٨ مليارډه يوانه دي.

د بريکس هېوادونو پرمختيايي بانک د پندار پورونو د ور کولو له لارې پيسې راغونډې کړي چې په بازار کې يې يوه نمونه جوړه کړې او هم داسي ښکاريږي چې نړيوالو پولي اورګانونو د پندار پورونو بازار منلی دی.

د ژن مين بي يوانو په نړيوال کېدو سره سره په تېره بيا په نړيوال پولي صندوق کې د ژن مين بي يوانو تر شاملېدو وروسته د چين د پورونو بازار جاذبه په پر له پسې توګه پياوړې شوې ده.د خبر له مخې د اسيا د بنسټيزو تاسيساتو د پانګونې بانک هم پلان لري چې د پندار پورونو له لارې پيسې راغونډې کړي.د څېړونکي وانګ په اند په نړۍ کې د چين د پورونو د سيالۍ توان پياوړی دی.هغه وويل (اواز..........) چين يو جاذبه لرونکی هېواد دی ځکه چې نه يوازې اقتصادي اندازه يې ډېره ده بلکې اقتصادي حالت په ثابت ډول روان دی ، نو سيستماتيکې ننګونې ډېرې نه دي.د نړيوال اقتصاد د بيا سمسورتيا د وروالي په حال کې د چين بازار د پاملرنې وړ دی.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای