CRI Online

يو لړ سپورتي خبرونه

cri     (GMT+08:00) 2016-07-19 19:30:31
د کرکټ نړیوالې شورا په کلنۍ غونډه کې درې وړاندیزونه چې له منظورۍ وروسته به د افغانستان کرکټ بورډ په اداره کې یو حیاتي بدلون راولي.

لومړی: د دیارلسو هیوادونو ترمنځ د یو ورځینیو سیالیو لیګ چې افغان کرکټ ملي لوبډله به یې هم د ګډونوالو ترمنځ وي.

دوهم: د ټیسټ دوه ګروپ لرونکی لیګ چې په لومړي پړاو کې به یې اووه او په دوهم پړاو کې به یې پنځه لوبډلې ګډون ولري او د لویو وچو جام یا انټرکانټیننټل کپ سیالیو دوه غوره لوبډلې به د ټیسټ دریځ ته لارموندنه کوي.

دریم: د بشپړ غړیتوب دریځ لپاره د کړنلارې او یا کرایټیریا ټاکنه چې له مخې به یې د دوهمې درجې دریځ لرونکي هیوادونه وکولای شي د کرایټیر په بشپړولو سره بشپړغړیتوب لرونکی دریځ ترلاسه کړي

.

د کرکټ نړیوالې شورا له افغان کرکټ بورډ قدرداني وکړه

د کرکټ نړیوالې شورا پرمختیایي چارو نړیوال مشر انډي هبز چې د هر عضویت لرونکي هېواد په کچه د کرکټ له پرمختیایي فعالیتونو څارنه او ارزونه کوي، د کرکټ نړیوالې شورا په کلنۍ غونډه کې یې د افغانستان کرکټ بورډ روان پرمختیایي بهیر وستایه او په یوه ځانګړي ویډیویي پیغام کې یې افغان کرکټ بورډ اداره د قدر وړ بللې ده.

نوموړي په خپله ویډیو کې ویلي: "سلام، زه انډي هبز یم، د کرکټ له نړیوالې شورا څخه. غواړم ووایم چې د افغانستان کرکټ بورډ له پرمختګ څخه خوښ یم, په دغه هېواد کې کرکټ حیرانونکی شهرت او حیرانونکې وده کړې ده, لوبډله هم له کلونو راهیسې غوره لوبې کوي او په دې وروستیو کې یې د کرکټ نړیوال شل اوریز جام اتلې لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره نوی شهکار وکړ. سربیره پردې، د افغانستان کرکټ بورډ له لوري د فزیکي اسانتیاو برابرول، د لوبغالو رغول، د روزونکو پرمختیا او په ټول کې د لوبې وده د قدر وړ ده او کریډټ یې ادارې ته ځي."

موږ د انډي هبز له ویناو مننه کوو چې په خورا اخلاص یې د افغانستان کرکټ بورډ له فعالیتونو ستاینه کړې ده.

موږ ژمنه کوو چې، کرکټ به تل په افغانستان کې د لومړۍ درجه سپورټ په توګه مخکښ وساتو, تر څو د بریاو له امله یې ستاسې پر شونډو د ویاړ موسکا خپره پاتې شي.

نړیوال زموږ پرمختیایي بهیر او د بودیجې په سمه توګه کارونې ته ګوته په غاښ پاتې دي. سږکال موږ په ډیره کچه د لوبغالو ودانیز کار شروع کړی دی چې په هیڅ هېواد کې یې د یوه کال په موده کې ساری نشته.

موږ کرکټ ته ژمن یو او په پوره اخلاص به د لوبې د ودې لپاره کار او زیار ته ادامه ورکوو.

د باران له امله لوبه بې نتیجې پای ته ورسېدهې.

د سکاټلنډ او افغانستان ترمنځ د کرېکټ لومړنۍ یوه ورځنۍ لوبه د ورښت له امله بې نتیجې پای ته ورسېده.

که څه هم د باران له وجهې په لوبه کې څو ځله وقفه راغله خو تر ۴۷ اوورونو وغځېدله. افغانستان په دغو اورونو کې ۲۸۳ منډې کړې وې او یوازې ۴ لوبغاړي یې سوځېدلي وو.

نجیب ځدران او رحمت شاه دواړو په ملګرتیا ډېره ښه لوبه وکړه. رحمت شاه سلیزه ووه چې په یو ورځینو لوبو کې د ده لومړنۍ سلیزه وه.

په ۲۰۱۵ کال کې د نړیوالو یو ورځنیو اتلولیو له هغې تاریخي لوبې را وروسته چې افغانستان په مټ کې سکاټلنډ ته په کې ماتې ورکړه دا د دواړو هېوادونو ترمنځ په یو ورځنیو لوبو کې لومړنۍ مخامخېدنه ده.

جاوید په ۳۹ او اصغر هم په ۲۰ منډو وسوځېد.

په دې لوبه کې پچه سکاټلنډ وګټله او وار له واره یې افغان لوبډلې ته د اډینبرا په باراني هوا کې د منډو بلنه ورکړه.

په نننۍ لوبه کې سمیع الله شینواری چې تل یې د سکاټلنډ پر وړاندې ښه لوبه کړې، نه و.

د افغانستان له لورې شهزاد او نور علي په منډو پيل وکړ.

شهزاد که څه هم په لومړني اوور کې یوه څلوریزه ووهله خو له لویه سره منډې اسانه نه وې.

نور علي یوازې د یوې منډې په موندلو وسوځېد.

.

جاوید احمدي او شهزاد ورو ورو منډې تېزولې چې شهزاد په په ۲۶ منډو اېل بي ډبلیو وسوځېد.

شهزاد له دې پرېکړې خوښ نه و او ښکارېده چې توپ په بېټ هم لګېدلی و. ده د پنځو څلوریزو په مټ په ۲۵ توپونو ۲۶ منډې وکړې.

جاوید په ۳۹ منډو اوټ شو. او اصغر هم په ۲۰ منډو وسوځېد.

د جاوید او رحمت شاه د ۵۳ منډو ملګرتیا او د نجیب ځدران او رحمت شاه ناسوځېدلې ۱۵۷ منډو ملګرتیا لوبه کابو کړه خو باران د هر څه مخه ونیوله.

د غرمې وقفې وروسته رحمت شاه او ځدران تېزه لوبه پیل کړه. ځدران ۵ شپږېزې ووهلې. د لوبې لومړنۍ شپږېزه هم نجیب ځدران ووهله.

رحمت شاه په ۱۲۳ توپونو پوره ۱۰۰ منډې جوړې کړې چې په کې یوه شپږیزه او ۸ څلوریزې وې.

د سکاټلنډ په توپ اچوونکو کې برډویل په ۹ اوورونو کې ۵۱ منډې ورکړې او ۲ کسان یې وسوځول.

۲۷ کلن ایوان په لسو اوورونو کې ۷۳ منډې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځو.

بي بي سي سره په خبرو کې د سکاټلنډ کپتیان پریسټن مومسن وویل که افغانستان د ۳۰۰ منډو هدف وټاکي نو دوی ته به یې په پوره کولو دومره لویه ستونزه ونه لري.

خو د ۴۷ اوور په ۳م توپ کې باران په شېبو شو او لوبڅارانو لوبه ودروله.‌ ټولو لوبغاړو اوږده دمه وکړه خو بیا هم باران ونه درېد، لوبه یې ودروله.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای