CRI Online

يو لړ سپورتي خبرونه

cri     (GMT+08:00) 2016-07-19 19:31:55
افغان کرکټ ملي لوبډلې خپله څلورمه نړیواله یو ورځینۍ سیالي له ایرلنډ څخه د ۷۹ منډو په توپیر وګټله

د ایرلنډ په کوربه توب د افغانستان او ایرلنډ ملي لوبډلو ترمنځ د پنځو نړیوالو یو ورځینیو سیالیو لړۍ څلورمه لوبه د افغان کرکټ ملي لوبډلې په بریا سره پای ته ورسیده.

د لوبې پچه افغان لوبډلمشر وګټله او د توپوهنې پریکړه یې وکړه. د ملي لوبډلې توپوهونکو د سیالۍ په ټولو پنځوسو اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځیدو سره ۲۲۹ منډې جوړې او سیالې لوبډلې ته یې د ۲۳۰ منډو هدف ورکړ چې له ډلې یې راشد ارمان ۶۰ ناسوځیدلې، محمد نبي عیسی خیل پنځوس او رحمت شاه ۴۸ منډې جوړې کړې.

ایرلنډ لوبډلې ورکړل شوی هدف ترلاسه نه کړای شو او د سیالۍ په ۴۱ اوور کې یې د ۱۵۰ منډو په جوړولو سره خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او لوبه یې وبایلله.

د افغان توپ اچونکو له لوري راشد ارمان ۴، رحمت شاه ۲، یامین احمدزی ۱ او دولت ځدراڼ هم د سیالې لوبډلې ۱ لوبغاړی وسوځاوه.

افغان کرکټ ملي لوبډلې ایرلنډ کرکټ ملي لوبډله په خپل کور کې ماته کړه

د ایرلنډ په کوربه توب د افغانستان او ایرلنډ ملي لوبډلو ترمنځ د پنځو یو ورځینیو سیالیو د لړۍ دوهمه سیالي د افغان کرکټ ملي لوبډلې په بریا سره پای ته ورسیده. د سیالیو د لړۍ لومړۍ لوبه د اورښت له کبله ترسره نه شوه او د ټاکل شویو قوانینو له مخې مساوې اعلان شوه.

د نننۍ لوبې پچه د ایرلنډ لوبډلمشر وګټله او افغان لوبډلې ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه. افغان لوبډلې د سیالۍ په ټاکل شویو پنځوسو اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره سیالې لوبډلې ته د ۲۵۱ منډو هدف ورکړ چې له ډلې یې شهزاد محمدي ۶۶ او نجیب ځدراڼ ۵۹ منډې جوړې کړې.

ایرلنډ لوبډلې ورکړل شوی هدف ترلاسه نه کړای شو او د سیالۍ په اته څلویښتم اوور کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره ۲۱۱ منډې جوړې او لوبه یې د افغان لوبډلې په بریا سره پای ته ورسوله.

د افغان توپ اچونکو له لوري محمد نبي عیسی خیل ۳، راشد ارمان ۳، میرویس اشرف ۲ او دولت ځدراڼ هم د سیالې لوبډلې ۲ لوبغاړي وسوځول.

شهزاد محمدي د سیالۍ غوره لوبغاړی وټاکل شو.

د زونونو په کچه د معلولینو کرکټ سیالۍ د مس عینک په اتلوالۍ سره پای ته ورسیدې.

یادې سیالۍ د افغانستان کرکټ بورډ ادارې له لوري په کابل – الکوزي نړیوال کرکټ لوبغالي کې پیل شوي وې چې پرون یې پای لوبه د مس عینک او سپین غر لوبډلو ترمنځ ترسره شوه.

د پای لوبې پچه مس عینک لوبډلې ګټلې وه چې په خپله یې د توپ وهنې پرېکړه کړي وه.

مس عینک لوبډلې د ټولو اورونو په لوبولو سره ۱۷۴ منډې وکړې او مقابل ټیم ته یې په اتو لوبغاړو د ۱۷۵ منډو هدف وټاکه.

د لوبې په دویمه برخه کې سپین غر لوبډلې هڅه وکړه چې د مخالف ټیم له خوا ورکړل شوی هدف پوره کړي خو د ټولو اورونو په لوبولو او اتو لوبغاړو په سوځیدو سره یې یوازې ۱۳۵ منډې وکړې او په دې سره یې مس عینک ته لوبه وبایلله.

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رئیس د معلولینو کرکټ لوبغاړو سره په خبرو کې ژمنه وکړه چې د تېر په څېر به په نړیواله کچه د سیالیو برابرولو هڅو ته دوام ورکړي او ټولې هغه اسانتیاوې به ورته مهیه کړي چې د دوی د لوبو لپاره اړینې دي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت مرستیال لعل اریوبي هم ددې سیالیو له برابرولو ستاینه وکړه او د کرکټ بورډ له ادارې یې مننه وکړه چې معلولین یې هم له یاده نه دي ایستلي.

اریوبي دغه راز د هغو ځوانانو لپاره هم دا یو لوی عبرت یاد کړ چې په وجود سالم خو د ځان، هېواد او خاورې په زیان فعالیتونه کوي، اما بل اړخ ته معلول ځوانان د قهرمانۍ راوړلو په موخه ځانونه ستړي کوي.

ددې سیالیو موخه دا وه چې د معلولینو ملي لوبډلې لپاره نوي او غوره استعدادونه ومومو او د قهرمانۍ راوړلو لپاره ورته دلوبو کولو زمینه برابره کړو.

د سیالیو د پای په مراسمو کې اتلې لوبډلې ته برابر شوی جام، غوره لوبغاړو ته ډالۍ او دغه شان د کار او ټولنیزو چارو وزارت له خوا برابرې شوي تحفې ورکړل شوې.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای