CRI Online

په بريټانيې کې د چين لوی سفير: د جنوبي سمندر د حکميت قضيه د قانوني جامې په وراغوستلو سره يوه سياسي ډرامه ده.

cri     (GMT+08:00) 2016-07-20 15:41:34

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، په بريټانيې کې د چين لوي سفير ليو شياو مينګ پر ځايي وخت د جولای په نولسمه نېټه په لندن کې د جنوبي سمندر د حکميت په اړه له چيني او بهرنيو خبري رسنيو سره يوه مرکه وکړه. هغه وويل، چې د جنوبي سمندر په اړه د حکميت قضيه د قانوني جامې په وراغوستلو سره يوه سياسي ډرامه ده او د حکميت د لنډ مهالې محکمې پر عدالت شک شته چې د نړيوالې سمندري محکمې د پخواني مشر شونجي يانای لخوا جوړه شوې ده، نو د دغې محکمې حکم د نړيوالې ټولنې لپاره يوه منفي بېلګه ده. چين به پر هغو اصولو او دريځونو ټينګار وکړي چې د توپيرونو په ليرې کولو سره له اړندو خواوو سره يو ځای په جنوبي سمندر کې ګډ استخراج وکړي. هيله ده چې د جنوبي سمندر پر غاړه له پرتو هېوادونو سره د همکاريو پر رڼا کې د سوله ييز او همکاريز سمندر په توګه جنوبي سمندر اباد کړي.

ښاغلي ليو شياو مينګ د مرکې په ترڅ کې د دغه حکم په اړه د چين دريځ بيان کړ او د چين د حکومت لخوا خپرې شوې دوې اعلاميې او يو سپين کتاب په اړه يې معلومات ورکړل. له دې جملې څخه په جنوبي سمندر کې د خاورو د حاکميت او سمندري حقوقو په اړه د چين د حکومت له اعلاميې څخه څرګندېږي چې چين په جنوبي سمندر کې د خاورو حاکميت او سمندري حقوق لري. د فليپين په غوښتنې سره د جنوبي سمندر د حکميت د محکمې د حکم په اړه د چين د بهرنيو چارو وزارت له اعلاميې څخه ښکارېږي چې د چين حکومت دغه حکم نه مني او دغه حکميت ناقانونه دی. دغه راز، د چين د دولتي شورا مطبوعاتي دفتر هم څو ورځې مخکې په دې اړه يو سپين کتاب خپور کړی و چې عنوان يې دی: چين پر دې ټينګار کوي چې د خبرو اترو له لارې د جنوبي سمندر په اړه د چين او فليپين ترمنځ شخړې حل کړي. له دغه سپين کتاب څخه د چين دغه دريځ او تګلاره څرګندېږي چې د چين حکومت تل غواړي د خبرو اترو له لارې اړوندې مسئلې حل کړي.

ښاغلي ليو شياو مينګ وويل، چې چين کافي دليلونه لري چې دغه حکم ردوي. ده وويل،

زما په اند، لومړی دغه حکم د م م د سمندر قانون تړون له اصولو څخه سرغړونه ده. د دغه تړون منشور د سمندري سولې او د هېوادونو ترمنځ د ثابتو اړيکو ساتل دي. دغه حکميت نه يوازې د دغه تړون د منشور سره سمون نه خوري، بلکې د اړوندو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د ترينګلتيا سبب ګرځېدلی دی. دغه حکم د ډيپلوماتيکو سلامشورو په لاره کې خنډونه اچوي او حتی د چين او د فليپين په شمول د جنوب ختيځې اسيا د هېوادونو د ټولنې ترمنځ د جنوبي سمندر په اړه د بېلا بېلو خواوو د عملي اعلاميې قانوني مقام هم ردوي. نو دغه حکم د شخړو د حلولو لپاره ګټور نه دی او د جنوبي سمندر په سيمه کې د اوضاعو د سختېدو او سبب ګرځي.

نوموړي دې ته اشاره وکړه چې فليپين په يواړخيزه توګه د حکميت غوښتنه کړې ده او دغه محکمې ياد حکم ورکړ. داسې د قانون د ساتلو د بيرغ په اوچتولو سره ناقانونه کړه وړه دي. ده وويل، 

غواړم چې يو رښتيا تائيد کړم چې د جنوبي سمندر د حکميت محکمه له م م سره هيڅ اړه نه لري. هغه نړيواله محکمه نه ده او په هاګ کې د حکميت د دايمي محکمې يوه برخه هم نه ده. هغه د فليپين د حکومت په غوښتنې سره جوړه شوې يوه لنډ مهالې محکمه ده. معلومه ده چې د هاګ دايمي محکمه يوازې دغې لنډ مهالې محکمې ته د سکرټر په کچه خدمت کوي او لنډ مهالې محکمې له دايمي محکمې څخه دفتر کرايه کوي. د دغو دواړو محکمو ترمنځ يوازې داسې لږ اړيکې شته.

نوموړي وويل، چې چين دغه حکم رد کړی او د دغه حکم له مخې هر ډول غوښتنې او عمليات نه مني. چين هيله لري چې نور هېوادونه له چين سره يو ځای د جنوبي سمندر د سولې او ثبات د ساتلو لپاره هڅې وکړي. ده وويل،

چين تل د جنوبي سمندر د سولې او ثبات د ساتلو لپاره کوښښ کوي. هيله لرو چې له امريکا سره د همکارۍ په شمول د پراخو همکاريو له لارې د سوله ييز او همکاريز سمندر په توګه جنوبي سمندر اباد کړو.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای