CRI Online

د داعش پر ضد د نړيوال اتحاد غونډه په امريکا کې جوړه شوه

cri     (GMT+08:00) 2016-07-21 14:50:24

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې د څه باندې دېرشو هېوادونو د دفاع او بهرنيو چارو وزيرانو او د م م او نړيوال بانک لوړ پوړي استازو د روانې مياشتې په شلمه نېټه له داعش ډلې سره د مبارزې لپاره دوه ورځنۍ غونډه تر سره کړه او په امريکا کې يې له داعش سره مبارزې ته د دوام ور کولو او تر جګړې وروسته د خلکو د ځای پر ځای کولو لپاره د دوه مليارډو امريکايي ډالرو د راغونډولو په باب بحث وکړ.

د امريکا د دفاع وزارت د يوې تازه شمېرنې له مخې د جولای تر دوولسمې نيټې پورې د امريکا په مشرۍ د داعش پر ضد نړيوال اتحاد په عراق او سوريه کې ديارلس ځله پوځی عمليات تر سره کړل چې له دې جملې څخه اوه اويا سلنه دندې يې د امريکايي پوځ پر غاړه وې.په تېرو دوه کلنو پوځي عملياتو کې اووه مليارډه او پنځه سوه مليونه امريکايي ډالره لګول شوي چې په پايله کې يې تر اوسه شاوخوا نيمه برخه ځمکه چې د داعش ډلې له خوا نيول شوې وه، بيرته تر لاسه شوې او د عراق موصل ښار چې اوس د داعش تر کنترول لاندې دی،هم کلابند شوی دی.

د امريکا د دفاع وزير اشتون کارتر د روانې مياشتې په شلمه نېټه د دې هېواد د مريلند ايالت په اندريوس اډه کې د ياد اتحاد د غړو هېوادونو له دفاع وزيرانو سره يوه غونډه تر سره کړه او تر غونډې وروسته يې خبري رسنيو ته وويل چې له داعش ډلې سره مبارزه درې موخې لري. هغه وويل (اواز........) د نړيوال اتحاد پوځي عمليات درې موخې لري چې لومړی بايد په عراق او سوريه کې د داعش ډلې ځالې ويجاړې شي.که په وختي توګه په دې مبارزه کې بری ومومو،نو امنيت به هم په وختي توګه تر لاسه کړو.دوهم بايد د نړۍ په بېلا بېلو ځايونو کې له داعش ډلې سره تړاو لرونکي کسان له منځه يو وړل شي.درېيم دا تر ټولو مهمه ده چې د دې اتحاد د غړو هېوادونو خونديتوب وساتل شي.

هغه زياته کړه چې له داعش ډلې سره په مبارزه کې څرګنده پرمختګونه موندل شوي دي.خو د دې غونډې موخه د پوځي عملياتو پياوړتيا او په جنګي ميدان کې د اخري برياليتوب تر لاسه کول دي.په دی هکله چې ايا په ترکيه کې ناکامې کودتا د ترکيې او ناټو ترمنځ او د ترکيې او امريکا پر اړيکو اغيزه کړې ده او که نه ؟کارتر په خپله وينا کې پر دې ټينګار وکړ چې ترکيه تل د امريکا يو مهم ملګری وي.هغه وويل (اواز......) له شلګونو کلونو راهيسې ترکيه تل د امريکا يو مهم ملګری دی ،که د سړې جګړې او يا له داعش ډلې سره د مبارزې په موده کې وي،د دواړو خواوو ترمنځ د ملګرتيا اړيکې ټينګې وې.پرون د ترکيې د دفاع وزير سره په تليفوني خبرو کې هغه تائيده کړې چې له داعش ډلې سره د مبارزې په هکله د ترکيې دريځ نه دی بدل شوی.

کارتر زياته کړه چې د فرانسې په نيس او په المان کې د رامنځته شويو ترهګريزو بريدونو څخه د دې مبارزې اهميت څرګند شوی دی.

په همدې ورځ د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کيري په واشنګټن کې د دې اتحاد د بهرنيو چارو له وزيرانو او د م م او نړيوال بانک له لوړ پوړيو استازو سره يوه بله غونډه تر سره کړه او پکې يې له بېلا بېلو هېوادونو څخه غوښتنه وکړه چې دوه مليارډ امريکايي ډالره راغونډ کړي تر څو تر جګړې وروسته د زيانمن شويو سيمو د بيارغونې لپاره وکارول شي.هغه وويل (اواز...............) دغه دوه مليارډه امريکايي ډالره به د بشري مرستو ،د ماينونو د پاکولو،د داعش ډلې له کنترول څخه له ژغورل شويوسيمو سره د مرستو او د حالاتو د ثابتولو لپاره د پيسو راغونډولو د ميکانيزم جوړولو په شمول څلورو برخو کې وکارول شي.

د م م د اټکل له مخې په عراق او سوريه کې مرسته غوښتونکي کډوال او وګړي په جلا جلا توګه لس مليونو او ديارلس مليونو تنو ته رسيږي . د تحليل کوونکو په نظر ځمکنی پوځي برياليتوب يوازی او يوازې موقتي دی ، بې له بيا رغاونې نه هيڅ پوځي برياليتوب ممکن په اوبو لاهو شي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای